د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

چراغ: پاکستان د نړیوالې انزوا پر لور روان دی


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د پاکستان پر ضد د ولسمشر محمد اشرف غني پرونیو توندو څرګندونو او د دغو څرګندونو اغېزو ته ځانګړي کړي دي.

کابل پوسټ ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د اسلام اباد د منزوي کولو لپاره د ملي وحدت حکومت هڅې.

په سرمقاله کې راغلي، پخوا پر حکومت د دې لپاره انتقاد کېده چې د پاکستان د لاسوهنو پر وړاندې چوپه خوله دی، خو د سر مقاله لیکونکي په باور، اوس- اوس افغان حکومت پر پاکستان د انتقادونو لړۍ پيل کړې ده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان حکومت باید هڅه وکړي چې د وخت په تېرېدو پر پاکستان اقتصادي او سوداګریزه اتکا کمه او د سوداګرۍ لپاره نورې لارې چارې ولټوي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد خبرې را اخېستي چې ویلې یې دي، پاکستان تاوانی ښکاري او په افغانستان کې د ټولو ناخوالو مور پاکستان ده.

په مطلب کې راغلي، پر پاکستان فشارونه ورځ تر بلې زیاتیږي او که له غرضي کړنو لاس وانخلي په لوی لاس به ځان کندې ته واچوي.

د مطلب لیکوال د خلیلزاد خبرو ته په اشارې لیکلي، که پاکستان هر څومره د امریکا ښه ملګری شي، یوه ورځ به یې امریکا ګریوان ته لاس اچوي.

په مطلب کې راغلي، پاکستان په خپله خاوره کې د میشتو افغانانو ځورول هم پيل کړي او دا کار نور هم د دغه هېواد پر وړاندې د افغانانو کرکې زیاتوي.

اطلاعات روز ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت سیاست بې ثباته دی.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د حمل د ۳۱ له خونړۍ حملې وروسته د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ ۱۸۰ درجې بدل کړ او پر پاکستان یې توند انتقادونه پيل کړل.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په لومړي سر کې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته ډېر امتیازونه ورکړل، خو وروسته یې موضوع درک کړه او پر پاکستان یې انتقادونه وکړل.

چراغ ورځپاڼې بیا لیکلي چې پاکستان د نړیوالې انزوا پر لور روان دی.

په مطلب کې د ولسمشر محمد اشرف غني پرونیو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، پاکستان له ترورېزم سره د مبارزې په برخه او د سولې په پروسه کې د نه همکارۍ له امله د منزوي کیدو خواته روان دی.

XS
SM
MD
LG