د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

رادمنش: په پنځو ولایتونو کې اووه هوایي عملیاتونه پیل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي چې نن یې په پنځو ولایتونو کې اووه هوایي عملیاتونه پیل کړي دي.

دغه وزارت وایي چې د وسله والو مخالفینو د پټن ځایونو د له منځه وړلو لپاره هوایي عمليات مؤثره دي او اړتیا شته چې د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ په یو شمېر ولایتونو کې هوایي عملیات هم ترسره شي.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې په هوایي عملیاتو کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ همږغي شته او دوی د ملکيانو خوندیتوب ته پام کوي.

د موضوع په اړه نجیبې زمان د افغانستان د دفاع وزارت له ویاند مرستیال ښاغلي رادمنش سره مرکه کړې او په سرکې یي د هوایي عملیاتو د مؤثریت په اړه پوښتلی دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG