نیوزیلانډ هرالډ ورځپاڼه لیکي چې د نیوزیلنډ پوځي روزونکي به د ۲۰۱۸ کال تر پایه په افغانستان کې پاتې شي.
نیوزیلنډ له ۲۰۱۳ کال راهیسې اته روزونکي په افغانستان کې لري.
ورځپاڼه د نیوزیلنډ د دفاع وزیر جیري برونلي په وینا لیکي چې په افغانستان کې د نیوزیلنډ د پوځي ماموریت د تمدید ترڅنګ پریکړه وشوه چې په افغانستان کې د دغه هېواد د روزونکو شمېر لسو ته زیات شي.
نیوزیلنډ د افغانستان د ملي پوځ ټیټ رتبه افسران روزي. د نیوزیلنډ دفاع وزیر وایي چې ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت تر ۲۰۱۶ کال ورها خوا غځولی دی نو دې پریکړې ته په پام سره نیوزیلنډ د خپلو همکارانو ترڅنګ په افغانستان کې دریدلی دی تر څو د نړیوال ترورېزم د ګواښ مخه ونیول شي.
نیوزیلنډ هارلډ ورځپاڼه خبر ورکوي چې نیوزیلنډ د افغانستان له ملي پولیسو او د محبسونو له عمومي ادارې سره د نورو دوه میلیونه او اته لکه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.
له دې مرستې سره به د نیوزیلنډ پوځي کومک په افغانستان کې یوولس اعشاریه درې میلیونه ډالرو ته ورسیږي.
د لویدیځ یوې بلې چاپي خپرونې بیا د افغانستان په لویدیځ کې د یوه دود په اړه څېړنه کړې ده.
د جګړې او سولې انسټیټیوټ لیکي چې د غور په لېرې پرتو سیمو کې چې وسله وال په کې واکمن دي او حکومت بیخي په کې واک نه لري، د نجونو د مهر پرځای خلک حېوانات ورکوي.
غور ولایت شاوخوا درې لکه نفوس لري او د جګړې او سولې انسټیټیوټ د دغه ولایت په لېرې پرتو سیمو کې یو شپږ میاشتنی تحقیق کړی دی او د دې تحقیق راپور یې خپور کړی دی.
خپرونې د لیلا په نوم د یوې نجلۍ خبرې رااخیستې دي چې وایي، زما پلار څلویښت غوایان واخېستل او دې بیا ځان ته اشاره وکړه او ویې ویل چې یوه غوا یې په بدل کې ورکړه. لیلا بیا د جګړې او سولې انسټیټیوټ ته ویلي دي چې زما ژوند اوس ډیر بد دی.
د خپرونې په باور ډیرې کورنۍ دې ته خوشاله وي چې سیمه ییزو قوماندانانو ته خپلې لوڼې ورکړي، ځکه چې هغوی په بدل کې ډیر څاروي ورکوي.
خپرونه بیا د دولینه په ولسوالۍ کې د یو شاوخوا ۳۵ کلن جنګسالار خبرې رااخیستې دي چې وایي، یو وخت چې به مې کومه نجلۍ غوښته هغه مې کولی شوای ځکه چې ډېر څاروي مې ورکول خو اوس مې ژوند خراب شوی دی، نه پیسې لرم او نه وسلې.
د جګړې او سولې انسټیټیوټ لیکي چې په غور کې ځینو چارواکو ورته ویلي دي چې دوی د دې دود مخه نه شي نیولی او د داسې رواجونو مخنیوی کلونه وخت غواړي.