د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

د اروپا د فوټبال د اتلولي لوبو کې فرانسې ایسلنډ ته ماتې ورکړه


د اروپا د فوټبال د اتلولي د کوارټر فاینل لوبو په ترڅ کې پرون کوربه هېواد فرانسې ایسلنډ ته ماتې ورکړه.

فرانسې دا لوبه چې له ۷۵ زرو زیات ملاتړو یې په لوبغالي کې له نژدې کتله، د پنځو د دوو ګولونو په وړاندې له ایسلنډه وګټله.

فرانسه به اوس د جولای په اومه له جرمني سره لوبه کوي.

له دې یوه ورځ مخکې د جولای په اومه پرتګال له ویلز سره لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG