د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۲

بنګلدیشي چارواکي: د ډاکې حمله کورنیو افراطي وسله والو کړې


د بنګلدیش حکومت وايي، هغه وسله وال چې په پلازمینه ډاکه کې یې د جمعې په ماښام شل کسان ووژل د داعش پلویان نه بلکې د بنګلدیش د خپلو کورنيو افراطي ډلو غړي وو.

د بنګلدیش د پولیسو عمومي قوماندان شاهدالحق نن وویل، هغه پنځه بریدکوونکي چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول، د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې وو.

نوموړي همدا راز په ډاکه او نورو ښارونو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکړ:

"موږ امنیتي تدابیر زیات کړي، د سرتېرو د ځای پرځای کولو په اړه مو له جګپوړو چارواکو سره دوه نیم ساعته غونډه درلوده او اوس به دا پروګرام د عمل په ډګر کې پلی کوو."

د دې حملې مسوولیت چې په پای کې یې اتلس یرغمل او دوه پولیس افسران ووژل شول، اسلامي دولت ډلې، داعش په یوه آنلاین خبرپاڼه کې ومانه خو حکومت پرله پسې له دې انکار کوي چې په بنګلدیش کې بهرني جنګیالي فعال دي.

د بنګلدیش د کورنیو چارو وزیر اسدالزمان خان نن وویل چې دوی د بنګلدیش د جمیعت المجاهدین ډلې غړي وو.

دا ډله له څه باندې لسو کلونو راهیسې په بنګلدیش کې ممنوع اعلان شوې ده.

پولیسو د هغو شپږو برید کوونکو نومونه او تصویرونه خپاره کړي چې د یوولس ساعته نښتې په پای کې وژل شول.

اووم بریدکوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی او دا مهال تحقیقات ترې روان دي.

پولیس وايي چې په دې حمله کې د ایټالیا نهه د جاپان اوه، د امریکا یو، د هند یو او د بنګلدیش دوه وګړي وژل شوي دي.

د جاپان صدراعظم شینزوابي د خپل هېواد د اتباعو پر مړینه خپګان وښوده
د جاپان صدراعظم شینزوابي د خپل هېواد د اتباعو پر مړینه خپګان وښوده

د جاپان صدراعظم شینزوابي د خپل هېواد د اتباعو پر مړینه خپګان وښوده او ویې ویل:

"د دې پېښې قربانیان ټول هغه کسان وو چې د بنګلدیش له خلکو سره د مرستې لپاره هلته تللي وو. دا د ډیرې خواشینۍ خبره ده."

د جمعې ورځې په ماښام اوه وسله وال کسان په ډاکې ښار کې یوه رسټورانټ ته ننوتل، اتلس کسان یې یرغمل کړل چې وروسته یې ټول ووژل.

د بنګلدیش امنیتي ځواکونو د نښتې په پای کې دیارلس یرغمل هم وژغورل.

ځینو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو بهرنيان له بنګلدیشي اتباعو څخه جلا کړل او بهرنیانو ته یې وویل چې د قرآنکریم آیتونه تلاوت کړي.

د سرچینو په وینا وسله والو همدا راز له بنګلدیشیانو څخه وغوښتل چې خپلې سترګې بندې کړي څو د بهرنیانو وژنه ونه ویني.

بنګلدېش له نن څخه د دوو ورځو لپاره د دې پېښې په خاطر ملي ویر اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا تروریستي برید غندلی. امنیت شورا تېره شپه وویل، تروریزم نړیوالې سولې او امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ دی او هیڅ راز پوله او سرحد نه پیژني.

XS
SM
MD
LG