د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۲

د فوټبال جام په لړۍ کې نن فرانسه او ایسلنډ لوبه کوي

د اروپايي هېوادونو د فوټبال جام په لړۍ کې نن د کابل په وخت د شپې په یوولس نیمو بجو فرانسه او ایسلنډ لوبه کوي.

د دې لوبې ګټونکی د پنجشنبې په ورځ په نیم پایلوبه کې له جرمني سره مخامخ کیږي.

جرمني تېره شپه په یوه هیجاني لوبه کې ایټالیا ته په پنالټي ضربو سره ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووت.

د نن شپې له لوبې وروسته به دوه ورځې وقفه وي او د چارشنبې په ورځ د شپې په یوولس نیمو بجو به پرتګال د ویلز په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.

د اروپايي هیوادونو د فوټبال د جام فاینل لوبې د راروانې یکشنبې په ورځ د پاریس په وخت د شپې په نهو بجو چې د کابل د شپې له یوولس نیمو سره برابریږي، ترسره کیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG