د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د برېښنا په اړه د ننګرهار ښاریانو ته نوی زیرۍ


په ننګرهار کې له یوې سخته ګرمي او له بلې خوا د بريښنا پرچاوی خلک له ستونزو سره مخ کړي.

د ننګرهار د بريښنا ریاست مسولین وايي، د ننګرهار له ډیري ولسواليو څخه اويا فیصده خلک جلال اباد ښار ته راکډه شوي او همدا لامل دی چې په دې ښار کې د بريښنا مصرف زیات شوی او وخت نا وخته به بريښنا په اتومات ډول قطعه کېده.

د بريښنا رييس انجنير محیب الرحمن مومند د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل، د دې په خاطر چې د بريښنا د زیات مصرف له امله ماشينونه خرابه نه شي او ښاریانو ته منصفانه بريښنا ورسیږي د شپږ ساعته پرچاوی موده يې درې ساعتو ته راکمه کړې.

نوموړی وايي، مخکې به د فابریکو مصارف زیات او په یو وخت به فعاله وې خو اوس يې دغه فابریکې په دوو ګروپونو ویشلي او دا ستونزه ورسره تر یوه حده حل شوې ده:

"یانې دغه تعداد فابریکې چې دي نیمې د شپې چالانې دي او نیمې د ورځې همدا وه چې دا د بریښنا ستونزه یو څه حل شوه او د شپږ ساعته پرچاوی نه درې ساعتو ته راکمه شوه."

محيب الرحمن مومند وویل، دا چې اوسنی بريښنا د جلال اباد ښار لپاره بسنه نه کوي نو د راتلوونکي لپاره په پام کې لري چې د بريښنا ظرفیت نور هم لوړ کړي او په دې برخه کې ورسره مرکزي ادارې هم د مرستې ژمنه کړې.

ښاغلي مومند زیاته کړه:

"موږ به لا دوامداره کارکوو همدا اوس چې موږ شل میګا واټه ټرانسفرمر نصبوو او موږ سره يې د تجهیزات د اکمال ژمنه شوې په دې بسنه نه کوو دې پسې به نصبوو او د هغې پسې به بل نصبوو موږ عملاً دوه نور اضافي ټرانسفرونه لرو خو دا واړه تجهیزات به ورته اخلو خو تر هغه وخته پورې چې د بريښنا ستونزه نه وي حل شوي موږ به د سبټیشنونو ارتقاع ته کار کوو."

د بريښنا ریاست مسولینو پر ټولو ښاریانو غږ وکړ چې د بريښنا د اضافي مصرف نه باید ډډه وکړي ترڅو شته بريښنا ټولو ښاریانو ته په متوسط ډول ورسیږي.

XS
SM
MD
LG