یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له مشرتابه وغوښتل چې ژر تر ژره دې له خپلو اوسنیو پستونو نه استعفاوې ورکړي.
دوی ویل، د دې خونې مشرتابه هیئت د خونې د اصولو او مقرراتو پر خلاف خپلو دندو ته دوام ورکوي.
په کابل کې راټولو شویو سوداګرو، پانګوالو، د فابریکو او شرکتونو استازیو ویل، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د کمزورو او غیر مسلکي فعالیتونو له امله، ډېری سوداګر، زړه نه ښه کوي چې په هېواد کې پانګې واچوي.
دوی چې شمېر یې څه باندې سلو ته رسېده د دوشنبې په ورځ په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشرتابه هیئت، د خونې له مقرراتو او اصولو خلاف، په کارونو بوخت دی.
دوی د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په مشرتابه غږ وکړ چې د یادې خونې مشرتابه هیئت دې استعفاوي وکړي او انتخاباتو ته دې زمینه برابري کړي.
افغان پانګوال جاوید اندیش وویل:
"د دوی درې کلنه دوره، اتلس میاشتې مخکې بشپړه شوې او دوی انتخاباتو ته حاضرنه دي، د افغانستان د سوداګرو ټولنه غواړي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د انتخاباتو په د موکراټیکه پروسه باور وکړي او انتخاباتو ته دې حاضرشي."
ده وویل اوسمهال یاده خونه د څو میلیونرانو تر سیاسي اغېز لاندې ده او دوی غواړي چې دغه خونه له دغه قیده ازاده او د سوداګرۍ د منل شویو معیاروونو سره سم فعالیت وکړي.
معترضو پانګوالو داهم وویل، د دې خونې غیر مسلکي فعالیتونو، خصوصي سکټور له مختلو ستونزو سره مخ کړی دی.
د دوی د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ افغان کمپنیو خپل جوازونه لغوه کړي دي.
د دې اعتراضونو پروړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د خونې د انتخاباتو په اړه قوانین موجود دي او کله چې جمهوري ریاست انتخاباتو ته اماده شي، د خونې انتخابات به هم وشي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، جمهوري ریاست د دغې خونې د مشرتابه انتخابات باید وڅاري.
هغه زیاته کړه:
"موږ جمهوري ریاست ته پیشنها د کړي چې په دې برخه کې موږ ته لارښونه وکړي، هروخت چې جمهوري ریاست هدایت راکړي، انتخابات به ترسره کړو."
ده پر خونې د غیر مسلکي توب او کمزورو فعالیتونو ادعا ګانې ناسمې وبللې.
افغان سوداګرو په ۱۳۱۰ لمریز کال کې د سوداګرو د فعالیتونو د تنظیم لپاره یوه ټولنه جوړه کړه چې په مختلفو حکومتونو کې یې فعالیتونه درلودل.
دغې ټولنې د وخت په تېرېدو سره خپل فعالیتونه پراخ او اوسمهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې په بڼه فعالیت کوي.
د مګړۍ شاخوا ۱۶۴ سوداګریزې ټولنې اوسازمانونه د دې خونې غړي دي چې د هېواد په څه باندې ۲۵ ولاتیونو کې فعالیت کوي.
راپور: خان محمد سیند