په سوريه کې د روسيې او سوريې د دولت په هوايي حملو کې تر ٨٠ زيات کسان وژل شوي چې نږدې ٦٠ تنه يې ملکيان دي.
دغه حملې د سوريې د ختيځ په هغه سيمه کې شوې چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په کنټرول کې دي.
د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې په ٢٠١١میلادي کال کې پيل شوې، تر دوه لکه او ٨٠ زرو زيات کسان وژل شوي دي.
لږ تر لږه ٨٢ کسان چې ۵٨ تنه يې ملکيان دي، د سوريې د ختيځ په هغه سيمه کې د روسيې او د سوريې د دولت په هوايي حملو کې وژل شوي، چې د داعش په کنټرول کې ده.
د سوريې د بشري حقونو د څار ډله وايي، د روسيې او سوريې جنګي الوتکو پرون د ديرالزور ښار په جنوب ختيځ کې پرته القوريه سيمه بمباري کړه.
د دې ډلې په خبره په دې درېيو هوايي حملو کې ۵٨ ملکيان وژل شوي دي.
خو دغې ادارې مشخصه نه کړه چې ايا ٢٤ نور وژل شوي کسان د داعش ډلې غړي دي که ملکيان؟
په لندن کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې چې په سوريه کې د سرچينو يوه شبکه لري او ورڅخه معلومات ټولوي، مخکې د القوريه په مربوطاتو کې د هوايي حملو له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ٤٧ تنه ښوولى و او ويلي يې وو چې په دې شمېر کې ٣١ تنه ملکيان هم شامل دي.
د اسلامي دولت ډله يا داعش د سوريې د ديرالزور ښار پر شا و خوا ٦٠ فيصده برخه کنټرول لري.
ديرالزور ښار په همدې نامه د ولايت مرکز دى، دغه ولايت د سخت دريځو تر ولکې لاندې ولايت رقه ته نږدې پروت دى.
د روسيې جنګي الوتکې د ٢٠١۵میلادي کال له سپټمبر راهيسې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ په سوريه کې هوايي مبارزه پرمخ بيايي.
د سوريې په شخړه کې چې د ٢٠١١میلادي کال له مارچ مياشتې راهيسې پيل شوې، تر ٢ لکه او ٨٠زرو زيات کسان وژل شوي دي.
داعش ډلې په ٢٠١٤میلادي کال کې د سوريې او عراق ځينې برخې ونيولې.
د عراق په اړه پرمختګ دا دى چې عراقي قواوو نن په فلوجه ښار کې پاتې سيمه الجولان هم له داعش ډلې ونيوله.
هغه جنرال چې په فلوجه کې يې د پوځي عملياتو مشري کوله وويل چې دغه عمليات پای ته رسېدلي دي.
که څه هم د عراق صدراعظم حيدر العبادي تېره اوونۍ په فلوجه کې د داعش پر خلاف د بريا اعلان کړى و، خو په دې ښار کې دننه جګړه لا هم روانه وه.
د عراق چارواکي وايي د فلوجه د بېرته نيولو لپاره په پوځي عملياتو کې تر ١٨٠٠ زيات سخت دريځي وسله وال وژل شوي دي.