د افغانستان د امنیتي ارګانونو لوړ پوړي چارواکي وايي هڅې تېزې شوي چې د نویو او مختلفو جنګي تکتیکونو له لارې وسله وال مخالفین وځپي او په هېواد کې سوله ټینګه کړي.
دا څرګندونې د د فاع او کورنیو چارو د وزارتونو وزیرانو او د ملي امنیت د عمومي ریاست چارواکو د شنبې په ورځ د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې.
د هېواد په اکثرو سیمو کې د ناامنیو زیاتوالی، په لویو لارو کې د وسله والو طالبانو لخوا د مسافرینو ځورول، د طالبانو او داعش د ډلې وسله وال فعالیتونه، سړې تښتونې او داسې نورې ناخوالې هغه ستونزې وې چې د ولسي غړو د شنبې د ورځې په استجوابیه غونډه کې مطرح کړې.
ولسي جرګې د همدغو اندېښنو له امله د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال مسعود اندرابي استجواب کړي وو.
د د فاع وزیر ښاغلي حبیبي دا ومنله چې امنیتي ستونزې شته خو ویې ویل هڅې تېزې شوې چې د نویو او مختلفو جنګي تکتیکونو له لارې وسله وال مخالفین وځپي.
هغه زیاته کړه:
" له دوو میاشتو راهیسې مو په خاصو عملیاتو تمرکز کړی دی، په کوم ځای کې چې د دښمن د سوق ا و ادارې ځایونه وي هغه ځایونه ځپو، پلان لرو چې د تکتیک په بدلولو سره غوڅ عملیات، تصفیوي، شکلي عملیات او داسي نور ترسره کړو چې د ښمن وځپو، موږ باوري یو چې په دې تکتیکونو سره پرمخ ځو."
د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وویل، درې ګوني امنیتي ځواکونو په پوره هم اهنګۍ سره همدا اوس د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات پیل کړي او ښې نتیجې ترې اخیستي دي.
هغه زیاته کړه:
"د ښمن ماتې خوړلې اوپه هیڅ ځاې کې يې کمه سیمه نه ده نیولې، همدا اوس د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې زموږ د شفق عملیات او محاربوي عملیات روان دي، دا عملیات په هماهنګۍ سره د امنیتي وضعي وضعیع د ښه کولو لپاره په لویو لارو او هغو ځایونو کې چې ګواښ پکې موجود دی، جاري دي."
د ملي امنیت د عمومي ریاست د مرستیال مسعود اندرابي خبرې له مطبوعاتو پټي وساتل شوې.
پخوا تردې هم کله کله د ولسي جرګې په عمومي غونډو کې د ځینو مهمو چارواکو خبرې له مطبوعاتو پټې ساتل شوي دي.
د امنیتي ارګانونو مسوولین په داسې حال کې د ولسي جرګې له خوا استجوابیږي چې د راپورونو له مخې همدا اوس د کندز، د ننګرهار ولایت له یو شمېر سرحدی ولسوالیو، شمالي ولایتونو کله کندز، سرپل ،فاریاب او بدخشان ، تخار او داسې نورو څخه، د ناامنیو خبرونه خپریږي.
که څه هم امنیتي چارواکو د سولې د ټینګښت لپاره د وسله والو مخالفینو پروړاندې د خپلو کړنو ډاډ ورکړ، خو د ولسي جرګې غړي وايي په هیواد کې روان امنیت وضعیت سخت اندیښمن کړي دي.
راپور:خان محمد سیند