د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

افغانستان غواړي د اسیا د پانګونې او زېربنا بانک غړی شي


د مالیې وزارت وايي هڅه کوي چې افغانستان د اسیا د پانګونې او زېربنا د بانک غړیتوب ترلاسه کړي.

د دغه وزارت ویاند وایي چې په دغه بانک کې د افغانستان دغړیتوب غوښتنه به د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په چین کې د اقتصادي ټولنې په کلنۍ ناسته کې مطرح کړي.

د مالیې وزارت وایي، د اسیا د پانګونې او زېربنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب اخیستل به د اقتصادي ودې په برخه کې مهم ګام وي.

د دغه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې په دغه بانک د غړیتوب موضوع به د مالیې وزیر اکلیل حکیمي چې دا مهال په چین کې د بانک له چارواکو سره مطرح کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزی

هغه زیاته کړه:

"د سفر هدف یې دا دی تر څو په یاد هېواد کې د نړیوال اقتصادي سازمان په کلنې ناسته کې ګډون وکړي او همدارنګه تر ټولو مهمه موضوع دا ده چې د افغانستان د مالیې وزیر به د خپل سفر په ترڅ کې د اسیا د پانګونې اوزیربناېي بانک یا AIIB د رییس سره خبرې وکړي تر څو په یاد بانک کې افغانسان غړیتوب واخلي."

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي پرون د اقتصادي ټولنې په کلنۍ ناسته کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ.

تمه ده چې په دغه ناسته کې به د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا، د کاسا زر او ټاپي پروژې په څېر د ځینو نورو مهمو اقتصادي پروژو پر سر د بحث ترڅنګ د اسیا د پانګونې او زېربنا په بانک کې د افغانستان د غړیتوب موضوع هم مطرح شي.

د اسیا د پانګونې او زېربنا بانک اوه دیرش غړي لري چې په دوه زره پنځلسم میلادي کال کې یې د چین په نوښت فعالیت پیل کړ او تر ډېره له غړو هېوادونو سره د بنسټیزو پروژو او قرضیې په برخه کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان که څه هم په نړیوالو معتبرو اقتصادي بنسټونو کې د افغانستان غړیتوب ګټور بولي خو ټینګار کوي چې له هرڅه وړاندې باید په کور دننه د اقتصادي ودې لپاره مناسبه زمینه برابره شي.

اقتصادي کارپوه تاج محمد اکبر په دې اړه وايي:

"موږ په افغانستان کې دننه ځیني مهم موضوعات لرو چې باید لومړی هغې ته پام وشي لومړی د زېربنا موضوع ده او دوهم قدم کې موږ باید په دې فکر وکړو چې څنګه رامنځته شوې اقتصادي ودې ته رشد ورکړو."

نوموړی وايي ترهغې چې افغان حکومت د کورنيو تولیداتو چې د اقتصادي تحرک له تر ټولو لومړنی او مهم ګام دی ودې ته مناسبه زمینه برابره نه کړي او په خپلو اقتصادي پالیسو کې د وخت له تقاضا سره سم تغیرات رامنځته نه کړي په نړیوالو اقتصادي بنسټونو کې د افغانستان غړیتوب به دومره ګټور تمام نه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG