د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

شانګهای سازمان کې د افغانستان غړیتوب به په وضیعت څه اغیز وکړي؟


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د دایمي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د شرایطو پوره کول وخت ته اړتیا لري.

د دغه وزارت ویاند شکېب مستغني د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغانستان دا مهال د سندونو د جوړولو په حال کې دی او تېر کال یې په دې سازمان کې د دایمي غړیتوب تر لاسه کولو لپاره خپله غوښتنه مطرح کړې وه.

نوموړي وویل چې له قانوني مراحلو وروسته به نهایې پریکړه د شانګهای د همکاریو سازمان د سرمشریزې په راتلونکې کومې غونډه کې ونیول شي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د دغو سندونو بشپړول یو معیاري وخت نیسي، دا کار د افغانستان اسلامي جمهوریت له خوا روان دی وروسته له هغه چې دا اسناد تکمیلیږي د شانګهای د همکاریو سازمان دارلانشاه ته سپارل کېږي او وروسته په دې سازمان کې د افغانستان د غړیتوب په اړه یوه سرمشریزه به تصمیم نیسي."

د شانګهای سازمان بنسټ په ۲۰۰۱میلادي کال کې د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او فرهنګي همکارېو لپاره د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري کېښودل شو.

افغانستان، ایران، منګولیا، هند او پاکستان د دې سازمان څارونکي غړي دي.

تمه ده چې هند او پاکستان دا ځل د دې سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب هڅې په داسې حال کې کېږي چې افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په د دې سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ.

له دې وړاندې چین د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب ملاتړ کړی.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا په دې سازمان کې د افغانستان غړیتوب به د افغانستان په روان وضیعت څه اغیز وکړي؟

افغان کار پوه محب الله شریف په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که چېرې افغانستان وکولای شي د شانګهای د سازمان دایمي غړیتوب ترلاسه کړي دا هېواد به په داسې یوه لاسته راوړنه باندې په اقتصادي چارو کې په سیاسي او د سیمې په ډيپلوماټیکو اړیکو کې داسې برلاسي توب ترلاسه کړي چې وبه کولای شي د افغانستان دننه چې کومې ننګونې دي له دې حالته ووځي."

ښاغلي شریفي وویل چې د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان دایمي غړیتوب ضروري دی او د سولې امنیت، اقتصادي او په فرهنګي برخو کې د سیمې د هېوادونو همکارۍ کولای شي چې افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل، افغانستان کولای شي چې په دې سازمان کې کلیدي رول ترلاسه او د دې سازمان مهم غړی وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG