تېره شپه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا یو نیم زر کیلو المونیم نایټریټ چې په یو هینو موټر کې ځای پر ځای شوي ول ونیول شول.
د لوګر والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل چې د المونیم نایټریټو د لیږدولو په تور يې دوه کسان هم نیولي دي.
حلیم فدايي زیاته کړه چې یاد توکي د شګو په یو ګاډي کې کېښودل شوي وو او لیږدونکو يې غوښتل چې کابل ته يې یوسي او له دې موادو په لویو چاودنو کې ګټه پورته کړي.
د لوګر والي وايي چې د یاد ولایت کشفي او امنیتي ادارې پیاوړي شوي او توانیدلي چې تر ډېره د امنیتي پېښو او د لوګر له لارې د مخدره توکو او چاودیدونکو موادو د لېږد مخه ونیسي.
ده د لوګر د څرخ، بره کي او خروار هغه سیمې یادې کړې چې په ځانګړي ډول ملکي خلکو ته په کې د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښونه شته، خو په ټولیز ډول يې په لوګر کې امنیتي حالت د ډاډ وړ وباله.
حلیم فدايي وايي، چې وسله وال په نا امنو سیمو کې ډاکټر، انجینر، ښوونکی او ملکي مامورین تهدیدوي، خو د امنیتي منسوبنیو سره مخامخ مقاومت نه شي کولای.
ښاغلي فدايي زیاته کړه:
"په مجموع کې په لوګر ولایت کې دشمن نشي کولای چې زموږ د امنیتي ځواکونو په مقابل کې مقاومت وکړي، د ولس همکاري د امنیتی ځواکونو سره زیاته شوې ده، په لوګر کې په دښمن زموږ امنیتي ځواکونه برلاسي دي، ډاډمن یو، چې پدې ولایت کې هغه واړه مشکلات به هم رفع شي."
لوګر چې د پلازمینې کابل همدارنګه په پکتیا او ننګرهار کې د ځنو نا امنو سیمو سره پر پوله پروت دی، ډیری وخت وسله وال او د مخدره توکو ليږدونکي هڅه کوي له دې لارې وسلې او مخدره توکي خپلو هدفي سیمو ته ولیږدوي، خو د لوګر چارواکي وايي چې اوس مهال يې د اکثرو دا ډول فعالیتونو مخه نیولې ده.
نجیب الله الوخېل