د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

خپلواک: وسله والو طالبانو هلمند کې ۱۸ مسافرین برمته کړي


د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د کندهار ـ هرات د لوی لارې پر سر له درېیو موټرو څخه یو شمېر ملکي کسان کښته کړي چې له ډلې ۱۸ تنه له خپل ځان سره وړي دي.

یاد چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د د برمته شوو مسافرو له ډلې اتلس تنه له ځان سره بیولي او پاته نور یې خوشي کړي دي.

د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک وایي، نن سهار د یوه ۳۰۳ بس او دوو باروړونکو موټرو سپرلۍ د طالبانو له خوا ښکته شوي چې کره شمېر یې نه دی معلوم.

خپلواک ازادي راډيو ته وویل چې له دې ډلې اتلس تنه طالبانو د باباجي سیمې ته بیولي او نور کسان یې آزاد کړي دي.

وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې ۲۷ مشکوک کسان چې له کندهاره هرات په لوري تلل د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له ۳موټرو څخه ښکته کړي او د تحقیقاتو لپاره بیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت وسله والو مخالفینو له یوې میاشتې را پدېخوا د کندزـ تخار ، کندزـ کابل ، کندهارـ کابل او په ځینو نورو لویو لارو کې لسګونه مسافر برمته کړي دي.

په تازه پېښو کې وسله والو طالبانو په غزني کې شپږ مسافر برمته کړي او له دې وړاندې د کندز ولایت په شنې تیپې سیمه کې هم طالبانو ۱۸۵ مسافر له موټرو ښکته کړل چې ځينې له ځان بوتلل او په ورته وخت کېد تخارـ کندز پر لارهیې هم ۴۷ مسافر له موټرو ښکته کړل او ځینې له ځان سره بوتلل.

طالبانو ویلي هغه کسان چې دوی برمته کړي او یا یې وژلي ټول دولتي کارکونکي دي خو حکومت بیا دا کسان ملکي وګړي یادوي.

XS
SM
MD
LG