د ولسي جرګې له خوا د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست د کاندیدانو تائیدول او په تورخم کې د تائسیساتو د جوړولو په اړه د پاکستاني چارواکو نوې څرګندونې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.
د سرپرستۍ پای ته رسول، د روان وضعیت د جدي بدلون لپاره اقدام، دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي، د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را په دې خوا د دفاع وزارت د سرپرست له خوا اداره کېده، خو تېره ورځ ولسي جرګې په لوی اکثریت سره د دفاع کاندید وزیر ته د باور رایه ورکړه.
د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملي امنیت د رئيس په ټاکلو سره به استخباراتي فعالیتونه پياوړې او ورسره سم به د دفاع وزارت جنګي ماشین هم ګړندۍ شي.
د ورځپاڼې په باور، په امنیتي سکتور کې د سرپرستۍ د دود پای ته رسول به امنیتي چارې ښې او د وخت په تېرېدو به سوله ییز چاپیریال رامنځ ته کړي.
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په دې اړه سرمقاله کې لیکلي چې د دفاع وزارت او ملي امنیت نوي چارواکي دروند مسئولیت پر غاړه لري.
په سرمقاله کې راغلي، د امنیتي سکتور مهمو مسئولینو ته د رایې ورکونې په ورځ په کابل او بدخشان کې خونړۍ حملې وشوې او همدغه حملې او روانې ناامنۍ ښيي چې د دفاع نوی وزیر او د ملي امنیت نوی رئیس سخته دنده پر غاړه لري.
د سرمقالې لیکوال ویلي، خلک نوېو امنیتي مسئولینو څخه ډیرې غوښتنې لري چې عمده یې د امنیت او تېره بیا د لوېو لارو خوندیتوب دی.
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د تائسیساتو د جوړولو دوام د جګړې او تاوتریخوالي اعلان بللی او ویلي دي چې دا کار د افغانستان او پاکستان په زیان دی.
په سرمقاله کې د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیز په حواله لیکل شوي چې په تورخم کې د پوځي تائسیساتو کار به دوام پیدا کړي او پاکستان د دغه کار لپاره له بل کوم هېواد سره مشوره مهمه نه بولي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان چارواکي پر دې ټینګار کوي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې را پیدا شوېو ستونزو ته د ډيپلوماتیک عرف له مخې لارې چارې پیدا کړي.
سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تائسیسات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یوې شوې هوکړې له مخې جوړیږي او دا کار به مرګونې پایلې ولري.
په سرمقاله کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله لیکل شوي چې ویلې یې دي، افغانستان او پاکستان د SOPپه نوم تړون لاسلیک کړی او تائسیسات هم د همدې تړون له مخې جوړیږي.
سرمقاله لیکونکي ویلي، د ملي وحدت حکومت مشران باید پوه شي چې په دې عصر کې پټې معاملې ډیرې خطرناکې دي او بد عواقب لري.