د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

يو.اېن.اېچ.سي.آر: افغان کډوال له پاکستانه په زور نشي ايستل کېداى


د جون شلمه په نړۍ کې د مهاجرينو نړيواله ورځ ده، په کوټه کې هم "يو.اېن.اېچ.سي. آر"له افغان کډوالو سره د خواخوږۍ په توګه دا ورځ د يوه سېمينار په بڼه لمانځلې ده.

د "يو.اېن.اېچ.سي.آر" مشر ويلي چې افغان کډوال څوک په زوره خپل هېواد ته نه شي شړلاى، همدارنګه افغان جنرال قونسل ويلي چې د افغان کډوالو ستونزه يوه بشري ستونزه ده بايد سياسي چلند ورسره ونه شي.

د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال سازمان "يو.اېن.اېچ.سي.آر" له خوا د مهاجرينو د نړيوالې ورځې په اړه جوړ شوي سېمينار کې د ګڼ شمېر افغان کډوالو، ځوانانو او مېرمنو په شمول د بلوچستان ايالتي چارواکو او د نړيوالو مرستندوېو ادارو استازېو هم ګډون کړى وو.

د مهاجرينو د نړيوالې ورځې په اړه جوړ شوی سېمينار
د مهاجرينو د نړيوالې ورځې په اړه جوړ شوی سېمينار

په سېمينار کې د کډوالو پر ستونزو خبرې وشوې او پر دې ټينګار وشو چې حکومتونه بايد ژر تر ژره خپل هېواد ته د کډوالو د ستنېدو زمينه برابره کړي.

په بلوچستان کې د "يو.اېن.اېچ.سي.آر" ايالتي مشر ښاغلي دنېش شريسته وويل، دوى پوهېږي چې د پاکستان حکومت او خلک نور ستړي شوي او غواړي چې افغان کډوال نور بايد خپل هېواد ته ستانه شي، خو وايي کډوال په زوره نه شي شړل کېداى او اداره يې هڅه کوي چې له حکومتونو سره په ګډه د ټولو افغان کډوالو د ستنېدو زمينه برابره کړي.

ښاغلي دنېشن وويل، تر هغه چې د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي او حقوق يې تر پښو لاندې نه شي.

دی وايي:

"موږ ګورو چې څه ډول ترتيبات نيولاى شو چې افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، خو دا کار به د هغوى په خوښه وي، افغان کډوال په زوره څوک نه شي ايستلاى، ځکه چې دوى لا په خپل هېواد کې ستونزې لري. افغانستان، پاکستان، ايران او يو.اېن.اېچ.سي.آر په ګډه پر دې موضوع کار کوي چې څنګه بايد په افغانستان کې د کډوالو د ور ستنېدو زمينه برابره شي."

ښاغلي دنېشن وويل، تر هغه چې د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي
ښاغلي دنېشن وويل، تر هغه چې د افغان کډوالو ستونزه حل کېږي، بايد د دوى درناوى وشي

د بلوچستان د کورنيو چارو سکرتر ډاکټرمحمداکبر هريپال سېمينار ته په خپله وينا کې وويل چې دا مهال په نړۍ کې ۱۵ ميليونه کسان مهاجر دي او ٢٨ ميليونه په خپلو هېوادونو کې دننه بې کوره دي، چې وايي نړيوال مسوول دي چې په خپلو هېوادونو کې د دوى د بېرته مېشتېدو غم وخوري.

اکبر هريپال وويل، له ٢٠٠٢میلادي کاله راهيسې ٣.٩ ميليونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي او ١.٥ ميليونه راجسټر افغان کډوال لا هم په پاکستان کې ژوند کوي.

ښاغلي هرپال زیاته کړه:

"په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شاوخوا ٦٥ فيصده خلک په کليوالو او ښاري سيمو کې ژوند کوي، يوازې ٣٥ فيصده په کېمپونو کې اوسېږي، د کډوالو نړيواله ورځ موږ ته را په يادوي چې څومره چې ممکنه وي په بيړنۍ توګه د کډوالو لپاره هڅې بايد دوه چنده شي."

سره له دې چې په کېمپونو کې مېشت افغان کډوال شکايت کوي چې په وروستيو کلونو کې "يو.اېن.اېچ.سي.آر" او افغان کميشنرۍ ورسره د تعليم او روغتيا په برخه کې هيڅ مرسته نه ده کړې، خو افغان کمېشنر بريګېډير مسعود احمد وويل چې په پاکستان کې د مېشتېدو تر وخته به له افغان کډوالو سره مرستې ونه دروي.

ښاغلي احمد زیاته کړه:

"د پاکستان حکومت هم له يو.اېن.اېچ.سي.آر سره په ګډه هڅه کوي چې د هغو افغان کډوالو مرسته او ملاتړ وکړي چې په کېمپونو کې ژوند کوي. دې ته په پام سره موږ له دوى د تعليم او اوبو په برخه کې مرستې کوو او نورې اسانتياوې ورته برابروو."

افغان جنرال قونسل وحيدالله مومند هم په دې سمېنيار کې ګډون کړى و، ښاغلي مومند ازادي راډيو ته وويل، افغان کډوال د پاکستان د ولس غوندې په دې هېواد کې سوله ييز ژوند کوي، له دوى سره بايد سياسي چلند ونه شي او نه بايد په يوه بله پلمه وځورول شي.

افغان جنرال قونسل وحيدالله مومند هم په دې سمېنيار کې ګډون کړى و
افغان جنرال قونسل وحيدالله مومند هم په دې سمېنيار کې ګډون کړى و

ښاغلی مومند وايي، افغان حکومت تر خپله وسه د دوى د بيړنۍ ستنېدنې لپاره هلې ځلې کوي:

"زموږ دولت خپل وطن ته د خپلو اتباعو د ستنېدو په برخه کې ژمن دى، دا څه وخت غواړي خو موږ متعهد يو او د پاکستان له حکومت او يو.اېن.اېچ.سي.آر سره مو په دې اړه درې اړخېزې ناستې کړې دي. د پاکستان د دولت لوړپوړيو چارواکو په وار- وار ويلي چې افغان کډوال دلته په هيڅ تروريستي اعمالو کې لاس نه لري، موږ هيله من يو چې دې مسئلې ته بايد کاملاً د انسان دوستانه مسئلې په سترګه وکتل شي."

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو مهاجر کارډونه د تېر ٢٠١٥میلادي کال په ديسمبر کې پاى ته رسېدلي، خو د پاکستان صدراعظم نواز شريف له خپله اړخه د روانې جون مياشتې تر پايه دوى ته شپږ مياشتې نور هم په پاکستان کې د اوسېدو وخت ورکړى، خو دا موده هم لس ورځې وروسته پاى ته رسېږي او لا هم د پاکستان مرکزي حکومت د افغان کډوالو د اوسېدو نور وخت په رسمي توګه نه دى اعلان کړى.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG