د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د کابل د بدلون په حال کې څېره او ناڅرګنده راتلونکې


په کابل کې د نويو کورونو د جوړولو مارکېټ هغه وخت ډېره وده وکړه چې له افغانستان سره د نړيوالو مرستې پيل شوې.

خو اوس د مخ پر خرابېدو اقتصادي وضعيت او نفوس د زياتوالي له کبله د کورونو مارکېټ خراب شوی دی.

د تېرو څوارلسو کلونو په اوږدو کې له لويو او لوکسو کورونو نيولې تر جګو ودانیو، د کابل په ځينو سيمو کې ډېر نوي کورونه جوړ شول.

د کابل په ختيځ کې هم ډېر عصري کورونه جوړ شول، له دې سره د کورو جوړولو په مارکېټ کې تر پنځه سوه زيات کارګر يوازې د همدې ودانیو په جوړولو بوخت شول او خلکو په چټکۍ سره کورونه پېرودل پيل کړل.

خو اوس حاجي حفيظ الله کاروان په خپل دفتر کې د هغو کورونو له اعلاناتو سره ناست دی چې تر اوسه لا څوک نه په کې اوسي، دی د کورنو او ودانیو له بازاره سر ټکوي.

چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او نړيوالو مرستو له کمېدو سره خراب شو.

د خراب اقتصاد له کبله هغه خلک چې له ده يې کورونه پېرودل، اوس بې کاره دي او خپلو ودانو شويو کورو ته کډه نشي کولای ځکه دوی د پور قسط نشي پوره کولای، دغه قسطونه د پېرودلو د قرارداد برخه دي:

حاجي حفيظ الله کاروان
حاجي حفيظ الله کاروان

"زموږ ډېری پېرودونکو د کورونو لپاره شل، دېرش يا پنځوس فيصده بيانيه راکړې او اوس يې له درو کلونو راهيسي کورونه بشپړ شوي، کله چې موږ له دوی د پيسو غوښتنه وکړو، دوی چې پوه شي تليفون زموږ له خوا دی، راته ځواب نه وايي."

د کاروان تعميراتي شرکت د کارګرانو شمېر سلو کسانو ته کم شوی او دی فکر نه کوي کورونه به حتی په نيمه بيه خرڅ کړای شي.

د افغانستان اقتصاد له ۲۰۰۱میلادي کال څخه تر ۲۰۱۲میلادي کال پوري په اوسط ډول د کاله نهه فيصده وده کوله خو د اقتصادي ودې دغه اندازه په ۲۰۱۵میلادي کال کې يوازي ۱.۵ فيصده پاته شوه.

د اقتصادي ودې د کموالي مستقیم دليل د بهرنیو ځواکونو وتل دی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د دغه هېواد اقتصاد ته ملياردونه ډالر راوړل.

افغانستان زراعتي اقتصاد لري خو دغه سکټور دومره پرمختګ نه دی کړی.

د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالستار مراد وايي اوس مهال د افغانستان اقتصاد پر خدماتي سکټور ولاړ دی او دا سکټور د بهرنیو ځواکونو له حضور سره رامنځته کړی وو.

په ۲۰۱۰میلادي کال کې په افغانستان کې شا او خوا یو لک او دېرش زره بهرني ځواکونه وو او د نړيوال بانک د ارقامو له مخې، د نظامي او بيارغونې د لګښتونو په ګډون، افغانستان ته پنځلس اعشاریه اووه مليارده ډالر مرسته ورکړل شوې.

اوس چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر څوارلس زره کسه دی، افغانستان ته مرستې اته ملیارده ډالرو ته کمې شوې دي.

په کابل کې اقتصادي رکود د تشو ښارګوټو او نيمی ودانو شويو کورونو پوري محدود نه دی پاته او افغانستان يې له يو شمېر ستونزو سره مخامخ کړی دی.

د کابل ښار په يو شمېر سیمو کې په ځانګړې توګه د ښار او تپو په لمنو کې بې ځايه شوي کسانو کمپونه جوړ کړي او د وخت په تېرېدو سره يې په دغو ځایو کې د خټو کورونه جوړ کړي دي. دا کمپونه نه د نل اوبه لري، نه د ښاري بسونو اسانتيا.

د کابل ښار په تپو او لمنو کې بې ځايه شوي کسانو کمپونه جوړ کړي
د کابل ښار په تپو او لمنو کې بې ځايه شوي کسانو کمپونه جوړ کړي

د کابل ښاروالۍ د خدماتو ادارې پخوانی مرستيال خوږمن علومي دغه ښارګوټو ته په اشاره چې په کابل کې يې يو شمېر ستونزې جوړې کړي، وايي:

"د بې ځايه شویو کسانو سېل د کابل ښار لپاره یوه لويه ستونزه ده، دوی د ښار ټول خدمات تر بار لاندي کړي نه يوازي د کورونو له کبله بلکه د کار موندنې، روغتيا، زده کړو، چټلو اوبو او د څښلو د اوبو په مواردو کې يې ستونزې جوړې کړي دي."

په داسي حال کې چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې جګړه دوام لري، نور خلک د بې ځايه شویو ښارګوټو ته کډې وړي او دا ستونزه مخ پر زياتېدو ده.

غلام علي بې ځايه شوی دی او په کورنۍ کې اته کسان لري. دی په کابل ښار کې د بې ځايه شويو خلکو په يوه کمپ کې اوسي.

غلام علي بې ځايه شوی دی او په کورنۍ کې اته کسان لري
غلام علي بې ځايه شوی دی او په کورنۍ کې اته کسان لري

هغه وویل:

"موږ فکر کاوه دلته به کار وي، د موچيانو لپاره به کار وي او زموږ اقتصادي وضعيت به تغير وکړي، له همدې کبله موږ کابل ته راغلو."

يو شمېر څېړونکي خبرداری ورکوي چې اوسمهال د کابل څېره تغير کوي او د دې ښار د اوسېدونکو په عايداتو کې ژور تفاوت ښايي ټولنيزې بې ثباتۍ ته زمينه برابره کړي.

په ۲۰۰۱م کال کې په کابل کې پنځو لکو کسانو ژوند کاوه او اوسمهال په دغه ښار کې له پنځو څخه تر اوو مليونو خلک ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG