د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

مخور: عمران خان د مدرسو په نوم حقاني شبکې ته پيسې ورکوي


د افغانستان سوېل ختيځ زون ولايتي شوراګانو وکيلان، مدني فعالان او قومي مخور اندېښنه څرګندوي چې په پښتونخوا کې مدرسو ته د ډېرو پيسو ورکول پرته د وسله والو له اکمالولو بل هېڅ راز او ګټه نه لري.

د خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر اوسېدونکي او مخور خلک وايي، که د پاکستان حکومت له‌خوا په هر نوم د صوبه سرحد مدرسو ته پيسې ورکړل شي، نو حقاني شبکه به د خپل نفوذ نه په استفادې په دغو مدرسو کې خپل ځان تقويه او يو ځل بيا به د افغانستان سوېل ختيځ زون څلورو يادو ولايتونو د جګړې په ډګر کې په ځواکمن ډول راڅرګند کړي.

د خوست ولايتي شورا ریيس عبدالولي واحدزی وايي، عمران خان کومه ديني سابقه نه لري چې د مدارسو سره په دومره اندازه مرسته د ديني خواخوږي له مخې وکړي، خو په خبره يې د عمران خان له دې ډول مرستې معلومېږي چې دا يوه بله استخباراتي لوبه ده او غواړي د افغانستان ډېر شمېر ولايتونه باالخصوص سوېل ختيځ زون په بشپړ ډول نا امنه کړي.

ښاغلی واحدزی زیاتوي:

"عمران خان نه مذهبي سړی دی او نه له دين سره کومه علاقه لري، خو فقط او فقط د دې په خاطر چې له دغو مدرسو څخه د ابزار په توګه استفاده وکړي، دغه پيسې يې ځانګړي کړي دي، زه ډاډه يم چې د دغو پيسو په ورکړې سره به ديني مدرسې نه بلکې هغه اورپکي تجهيز شي چې هغوی په افغانستان کې نا امنۍ خپروي."

نوموړی زياتوي چې په دې وروستيو کلونو کې د سوېل ختيځ زون ټول ولايتونه په دوو عمده دلايلو نسبتاً ارام وو، له يو لوري د حقاني شبکې امکانات کمزوري و او له بل خوا حکومتي ځواکونه مجهز شوي وو چې اوس بيا د پولې هغه لور ته د ديني مدارسو لپاره يو ناڅاپي د دې ډول بودجې ورکړه به په دغو سيمو خپل ښکاره منفي اغېز ولري.

يو ځل بيا عبدالولي واحدزی وايي:

"په دې څو وروستيو کلونو کې خوست، پکتيا، پکتيکا او لوګر نسبتاً امن ولايتونه دي، خو دغه د پيسو ورکړه او د مدرسو په نوم د اورپکو تجهيز به طبعاً په افغانستان کې خصوصاً په دغو څلورو ولايتونو کې تأثيرات ولري او زه بيا هم تکراروم چې دغه پيسې د ديني مدرسو لپاره نه دي او دغه د هغو جنګياليو او اورپکو لپاره د تجهيز وسيله ده، يو نوم ده چې غواړي په دې سره افغانستان باالخصوص جنوب ختيځ ولايتونه نا امنه کړي."

همدغه اندېښنه، د پکتيا ولايتي شورا وکيلان هم لري چې حقاني شبکه به په هغو دينو مدارسو کې چې د عمران خان حکومت غواړي مالي ملاتړ يې وکړي، له خپل نفوذه ډېره ګټه واخلي او مدارسو ته د زده کړې په موخه تللي زده کوونکي به د جګړې ډګر په جنګياليو بدل کړي.

د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وايي:

"د حقاني شبکه په طالبانو کې خاص او ځانګړی ځای لري، په افغانستان کې چې کوم بريدونه کېږي او وروسته يې پلټنې څرګندېږي نو چارواکي معلومات ورکوي، وروسته له څېړنو وايي چې دغه کار حقاني شبکې کړی دی، نو د حقاني شبکه له يوې خوا په دې بريدونو کې مخکښ رول لري او بل چې د طالبانو نوی مشر ټاکل شوی ملا هبت‌الله د حقاني زوی د هغه مرستيال دی، که دغه پيسې ټولې د دوی په واک کې ورکول کېږي د لا نا امنيو وېره او اندېښنه موجوده ده، نه يوازې په سوېل ختيځ زون کې بلکې په ټول افغانستان کې به نا امني ايجاد کړي."

دی دا هم وايي، افغان حکومت ته پکار دي، په دوو برخو کې خپلې پياوړتیا ته جدي پام وکړي او د يادو ستونزو له منځه وړلو په موخه قوي او منظمه ډيپلوماسي او ترڅنګ يې سوېل ختيځ زون کې ښه امنيتي رهبري د جګړې قابو کولو لپاره ايجاد کړي.

د ډېورنډ کرښې په هغه بله غاړه مدارسو سره د عمران خان درې سوه ميلیونه مالي مرستې اعلان په سوېل ختيځ زون کې مخور خلک د پېښېدونکې جګړې او نا امنيو زياتېدو له وېرې سره مخ کړي او وايي، هسې نه په دې سره د حقاني شبکې فعاليتونه په دې سيمه کې لا زيات شي.

قومي مشر جنت خان منګل زیاتوي:

"دلته د حقاني شبکه ډېره فعاله ده، که عمران خان خپلې پيسې د صوبه سرحد په مدرسو کې مصرفوي، زموږ اندېښنه دا ده چې هلته اکثراً زموږ د افغانانو زامن په زده کړو بوخت دي، دا به نه يوازې د دين په خاطر وي، بلکې دا به د افغانستان د ولسونو د بربادۍ او د هغو اشخاصو او افرادو چې هغه په افغانستان کې واقعاً شخصيتونه دي، هغه که په نظامي بخش کې دي، که ملکي بخش کې دي، که ديني علما دي که قومي سپين ږيري دي ممکن دا ټارګېټ کړي او دغه خلک ښايي د دوی د له منځه وړلو لپاره را تربيه کړي."

مدني فعالان هم ورته نظر او اندېښنه لري وايي، که چېرته د خيبر پښتونخوا مدارسو ته دغه پيسې ورسېږي، نو ممکن د دوی لپاره د مدارسو زده کوونکي چڼيان په وسلو سمبال او وسله‌وال طالبان وروزل شي.

د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيد جمال‌الدين اصف خېل وايي:

"په دې برخه کې موږ ډېر اندېښمن يو او دا خبره ډېره د تشويش وړ خبره ده چې که دغه کسان په مدرسو کې وروزل شي او يا د پيسو په مقابل کې بېرته سرحدي ولايتونو ته پکتيا، پکتيکا او خوست ته دوی ولېږل شي تقريباً په ۱۳۸۹ او ۹۰ کلونو کې هم داسې حالات وو چې دغه ولايتونه يې سخت نا امنه کړي وو او ډېر وخت بريدونه له همدې مدرسو او سيمو څخه پلان کېدل."

دا خبره نه يوازې مدني فعالان کوي چې په خيبر پښتونخوا کې د مدارسو ملاتړ يوه بله استخباراتي لوبه ده، بلکې د دې سيمې سياسيون او مخور خلک په تأکيد وايي، دا کار د استخباراتو په اشاره پخوا هم شوی دی او ښايي اوس هم داسې يو کار کېږي.

يو ځل بيا د خوست ولايتي شورا ریيس عبدالولي واحدزی وايي:

"دوی صرف نوم ورته بدل کړی دی چې عمران خان مدرسو ته پيسې ورکوي، زما په نظر دغه پيسې د ای اېس ای او نورو استخباراتي کړيو پيسې دي چې د صوبه سرحد، مېرانشاه او نورو سرحدي سيمو لپاره په پام کې نيول شوې دي."

په خېبر پښتونخوا کې ديني مدارسو ته د پيسو ورکړې بهير ته د چارو شنونکي هم په ښه نظر نه ګوري وايي، که چېرته پاکستان کومه مشخصه استخباراتي لوبه ونه لري، له هېڅ لارې کومه بودجه په هغه ملک کې نه څوک لګوي او نه يې په اختيار کې ده.

په سوېل ختيځ کې د پاکستان روانو حالاتو څارونکی عبدالله حسرت وويل چې په دې ډول مالي ملاتړ سره به حقاني شبکې ته د ډېر زيات فعاليت چانس په لاس ورشي، له يو لوري په دغو مدرسو دوی پوره واکمني لري او له بل لوري د افغانستان سوېل د دوی کور ګڼل کېږي.

ښاغلي حسرت زیاته کړه:

"د خيبر پښتونخوا د حکومت له لوري د مدرسو دغسې مالي ملاتړ به د حقاني شبکې غړو او رهبرۍ ته دا زمينه مساعده کړي چې په افغانستان کې خپل عمليات لا پسې تېز کړي، ولې؟ چې د خيبر پښتونخوا زياتره مدرسې او ورسره ورسره د شمالي وزيريستان او پاټا اکثريت مدرسې د حقاني شبکې تر تأثير لاندې دي او همدغه حقاني شبکه ده چې په پکتيا او باالخصوص د افغانستان په جنوب ختيځ زون کې د حکومت پر ضد عملياتو کې دوی واضح او پراخه ونډه لري، نو دوی به په دې ډول مرستو سره لا خپل عمليات ګړندي کړي."

دا اندېښنې په داسې مهال راټوکېږي چې د پاکستان سرحد صوبې حکومت مشر عمران خان اعلان کړی دی چې نوموړی به درې سوه ميلیونه کلدارې او تر دې زياته اندازه پيسې په مدارسو ولګوي چې همدغه اعلان خلک اندېښمن کړي دي وايي چې که چېرته دغه پيسې د حقاني شبکې لاسته په مستقيم او غير مستقيم ډول ورغلې، نه يوازې سوېل ختيځ زون به نا امنه کړي بلکې په ټول افغانستان کې به په اسانۍ سره خپلو هدفونو ته ځان ورسوي.

په ورته وخت کې د ۳۰۳ سپين زر زون امنیه قوماندان اسدالله شیرزاد له ازادي راډیو په خبرو کې یادې څرګندونې په بشپړ ډول تايید کړې او زیاته‎یې کړه:

"د مشرانو خبرې په بشپړ ډول تاییدوم ځکه چې موږ په پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او د دې زون یو شمېر نورو ولایتونو کې ډېر وخت وسله‎وال طالبان چې د فرضي کرښې له هغې غاړې راوښتي او په وسلو سمبال دلته‎یې بریدونه کړي ځیني یې موږ وژلي ځینې ژوندي نیولي او ځیني بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي دي."

XS
SM
MD
LG