د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

حکمت خلیل کرزی به د تورخم شخړه په اسلام اباد کې وڅیړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل په مشرۍ یو افغان پلاوی به سبا "دوشنبې" اسلام اباد ته ولاړ شي او هلته به د پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر ځنځیر د راپورته شوې شخړې پر موضوع خبرې وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې چې د شنبې په ورځ یې خپره کړې ویلي، د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو افغان هییت به د دوشنبې په ورځ د تورخم پر کړکیچ د خبرو لپاره اسلام اباد ته ورسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا وايي، دا افغان پلاوی، د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز په بلنه، اسلام اباد ته سفر کوي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې دواړه لوري به تورخم کې د پاکستاني لوري له خوا د یوې دروازې د جوړولو پر موضوع په راپورته شوي کړکیچ سربېره د سرحدي مدیریت سره په نورو تړلو مسئلو هم خپلو کې خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، اسلام اباد ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د دې پلاوي د سفر هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو لورېو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او په دواړو هېوادونو کې به د امنیت او ثبات د ټینګښت په تړاو ګټور بحثونه وشي.

سرتاج عزیز ویلي چې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره یې په ټیلیفون خبرې کړي.
سرتاج عزیز ویلي چې د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره یې په ټیلیفون خبرې کړي.

تردې مخکې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره یې په ټیلیفون خبرې کړي، حنیف اتمر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته یې د پاکستان د سفر بلنه ورکړې.

افغان لوري تایید کړې چې د دې بلنې په خاطراسلام اباد ته د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په مشرۍ یو هییت سفر کوي.

د ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال د شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت مخکې هم په تورخم کې د راپورته شوي کړکیچ پر ډیپلوماټیک هواري ټینګار کړی او اوس اسلام اباد ته د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د دې افغان هییت د سفر هدف هم دا دی چې له ډیپلوماټیکو لارو دا ستونزه هواري شي.

مینه پال: په تورخم کې د راپورته شوي کړکیچ پر ډیپلوماټیک هواري ټینګار کوو
مینه پال: په تورخم کې د راپورته شوي کړکیچ پر ډیپلوماټیک هواري ټینګار کوو

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"د تورخم پر سر د را ولاړې شوې شخړې وروسته د پاکستان له لوري وړاندیز وکړ چې یو ګډ هییت دې د دې ستونزې د هواري لپاره خبرو اترو ته کیني.افغان حکومت پریکړه وکړه چې د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال به د افغانستان په استازیتوب په دې مذاکراتو کې برخه اخلي."

ګومان کیږي چې د دواړو لورو ترمنځ خبرو اترو کې به د تورخم د وروستي کړکیچ پر موضوع د خبرو اترو سربېره، په ځینو دوه اړخېزو ناندریزو مسئلو او همدارنګه د افغانستان د سولې د بهیر د راتلونکې په اړه هم بحثونه وشي.

بل خوا د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې د پاکستان د پوځ مشرجنرال راحیل شریف په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت له امریکايي قومندان جنرال جان نیکولسن سره د شنبې په ورځ په ټیلیفون خبرې کړې دي.

د پوځ د خبرپاڼې په وینا دواړو لورو د سیمه ییز امنیت او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې سنبالښت "مدیریت" پورې په تړلو مسئلو خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم د وروستي کړکیچ د ډیپلوماټیک هواري هڅې په داسې حال کې زور اخلي چې د شنبې په ورځ د تورخم لار د پنځو ورځو پرلپسې تړل کېدو وروسته د هغو کسانو چې پاکستان د تګ ویزې ولري او همدارنګه د بار وړونکو لارېو لپاره پرانېستل شو.

د دې اوونۍ په پیل کې په تورخم کې د دواړو خواوو د پوله ساتو ترمنځ نښتو او پر یو بل ډزو درې ورځې دوام وکړ چې دواړوو خواوو ته یې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او تر شلو زیات نور یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG