د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

۲۵۰۰۰ افغان کارګر به سعودي عربستان ته واستول شي


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، پلان لري چې ۲۵۰۰۰ افغان کارګر سعودي عربستان ته واستوي.

دا وزارت وايي چې عربستان ته به په بېلابېلو برخو کې د زرګونو افغان کارګرو د لېږلو په برخه کې له هغه هېواد سره د تخنیکې ستونزو تر اواری وروسته، تفاهم لیک لاسلیک شي.

د دې وزارت چارواکي وايي، په دې برخه کې د افغان چارواکو او سعودي عربستان د مسؤلینو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی او تمه ده چې په لږه موده کې د افغانستان او هغه هېواد ترمنځ تفاهمنامې لاسلیک شي.

د کار او ټولنیزو چارو د وزارت مرستیال استاد واصل نور مهمند د پنجشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې په دې هکله کړن لارې جوړې او هڅې تیزې شوي دي.

د کاراو ټولنیزو چارو د وزارت مرستیال استاد واصل نور مهمند
د کاراو ټولنیزو چارو د وزارت مرستیال استاد واصل نور مهمند

ښاغلي مهمند زیاته کړه:

"څه موده مخکې سعودي عربستان دا ومنله چې زموږ ۲۵۰۰۰ کارګر به مني، تفاهمنامه تر اوسه نه ده لاسلیک شوې، یو لړ تخنیکې موضوعګانې پاتې، زموږ د وزارت یو مرستیال په دې وروستیو کې سعودي ته تللی و چې په دې موضوعګانو خبرې وکړي، تمه ده چې تخنیکې خواوې ډېر ژر حل او تفاهمنامه لاسلیک شي."

ښاغلي مهمند وویل، سعودي عربستان غواړي چې افغان کارګر د تابعیت تذکره، پاسپورټ او د کار، حرفې او تجربې کره اسناد ولري.

ده وویل، د دې اسنادو د څېړلو او بشپرولو لپاره د حکومت د څو ارګانونو یوه ګډه کمېټه په کار بوخته ده.

په ورته وخت کې د افغان کوریا روزنیز مرکز چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې په مختلفو حرفو کې کارګران روزي وايي چې له دې مرکزونو څخه هر کال په سلګونو ځوانان فارغیږي چې اسناد یې په بهرنیو هېوادونو کې د اعتبار وړ دي.

د دې مرکز رييس میر جلال الدین حشام ازادي راډیو ته وویل:

"د سند په برخه کې هیڅ ستونزه نشته، حرفه یې مرکزونه چې اسناد ورکوي مخکې له دې چې د اسنادو خبره مطرح شي، د کارګر مهارت ارزول کیږي. زموږ کارګر چې د کار لپاره کورنیو او یا بهرنیو مارکیټونو ته داخلیږي، ازموینه ترې اخېستل کیږي او د لیاقت او مهارت په اساس په کار ګمارل کیږي."

د افغانستان د کارګرانو سراسري ټولنه په هېواد کې د وزګارو افغانانو ستونزو ته په کتو سره ټینګار کوي چې د حکومت اړوند ارګانونه دې سعودي عربستان ته د کارګرانو د لیږلو پروسه ګړندۍ کړي.

پخوا تر دې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د افغان ځوانانو لپاره ېې د کار موندنې په مقصد له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم تړونونه لاسلیک کړي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په دې اړه له قطر سره هم یوه تفاهمنامه لاسلیک شوې خو د افغان کارګرو لېږل ورته د ځینو دلایلو له امله ځنډیدلي دي.

د دې ټولنې ریيس معروف قادري ازادي راډیو ته وویل:

"د کارګرانو د لیږلو کار تر اوسه پیل شوی نه دی، زموږ هیله دا ده تر هغې چې په هېواد کې د کار زمینې برابریږي، د کارګرو مهارتونه دې تثبیت شي ترڅو په بهرنیو هېوادونو کې د کار فرصتونه له لاسه ونه وځي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کار د نشتوالي ستونزه له یوې نه بلې ته زیاتیږي.

په دې اړه راپورونه وايي چې په دې هېواد کې ۲۴ فیصده د کار جوګه کسان وزګار دي.

خلک وايي، دغه ستونزه ځوانان مجبوروي چې هر ډول خطر ته غاړه کیږدي خو چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

خلک وايي، دغه ستونزه ځوانان مجبوروي چې هر ډول خطر ته غاړه کیږدي خو چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.
خلک وايي، دغه ستونزه ځوانان مجبوروي چې هر ډول خطر ته غاړه کیږدي خو چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي.

د افغانستان جمهور ریيس اشرف غني ډېرځله په خپلو ویناګانو کې ژمنه کړې چې د پراختیايي پروژو په پیلېدلو سره به د هېواد میلیونونو وزګارو ته د کار زمینې برابرې شي.

افغان چارواکي وايي، د ټاپي پروژه، د برېښنا د بندونو جوړول او داسې نورې هغه پروژې دي چې په هېواد کې به د وزګارتیا ستونزه تر ډېره کمه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG