په افغانستان کې د ماین پاکۍ د همغږۍ د چارو دفتر وایي لا هم په دغه هېواد کې پنځه زره سیمو کې ماینونه او ناچاودي مهمات شته.
د دغه دفتر رییس محمد صدیق راشد د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له خپرونې سره مرکه کې وویل چې که جګړه دوام وکړي نو ښایې د دغو سیمو شمېر نور هم زیات شي.
له ښاغلي راشد سره د ازادي راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل مرکه کړې ده: