د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

احدي: حکومت په خپلو توطیو د انتخاباتو قانوني فضا مغشوشه کړې


د افغانستان نوې ملي جبهه ادعا کوي چې حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره قطعاً اراده نه لري او د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې ناکام دی.

د دغې جبهې مشر انوارالحق احدي د چهارشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ادعا وکړه چې د ملي یووالي حکومت په خپلو توطیو د انتخاباتو قانوني فضا مغشوشه کړې ده.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"د افغانستان اوسني حکومت په خپلو توطیو د انتخاباتي قانوني فضا مغشوشه کړې د انتخاباتو د شفافیت لپاره یې یو قدم هم نه دی اخېستی او ملي جبهه د انتخاباتو د داېرېدو د تاخیر پړه کلا د افغانستان په اوسني حکومت اچوي."

د افغانستان نوي ملي جبهه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د سې شنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د اصلاحاتو په نوم کوم بهیرنه بلکې سیاسي کړکېچونو ځنډولي دي.

د افغانستان ولسي جرګې د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر دوهم تقنیني فرمان هم د رایو په اکثریت رد کړ خو ارګ ماڼۍ بیا د ولسي جرګه دغه اقدام د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې شاتګ بللی و.

اوس د ارګ ماڼۍ د نوي ملي جبهې دا ادعا چې ګواګې حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو توان نه لري بې اساسه بولي.

د ارګ ماڼۍ یوه ویاند دوا خان مینه پال د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې له خپله اړخه ټول اقدامات کړي دي.

ښاغلی مینه پال وايي، ولسمشر به ډېر ژر د ټولنې له بېلابېلو ډلو سره ترسلا مشورو وروسته د انتخاباتي اصلاحاتو قانوني حل لاره ومومي.

مینه پال: حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې له خپله اړخه ټول اقدامات کړي
مینه پال: حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې له خپله اړخه ټول اقدامات کړي

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"دا مشورې به ډېر ژر پیل شي له مخورو، سیاسونو او قانون پوهانو سره ترڅو دغې ستونزې ته یوه قانوني حل لاره پیدا شي."

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه رانږدې کیږي خو د انتخاباتي اصلاحاتو نامعلوم برخلیک دوي اندیښمن کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار موسسې مشر جانداد سپین غر له ازادي راډیو سره په خبرو کې تاکید وکړ چې حکومت باید ژر تر ژرهله ټولو سیاسي ډلو سره په مشورې د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره قانوني حل لاره ومومي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG