د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۷

په هند کې د کرکټ د افغان ملي لوبډلې تمرینونه دوام لري


د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په هند کې د کرکټ د ملي لوبډلې تمرینونه دوام لري.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغو ۱۵ ورځنیو تمرینونو کې د کرکټ د ملي لوبډلې ۲۵ لوبغاړو ګډون کړی دی.

ښاغلي هوتک زیاته کړه چې د دغو تمرینونو څخه هدف له درېیو اروپايي هېوادونو سره سیالیو ته چمتوالی دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سیالۍ له هالنډ،ایرلنډ او سکاټلنډ سره د جولای له څلورمې څخه پیلیږي او د اګسټ په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله دغه درې واړه سیالۍ په یادو هېوادونو کې ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG