د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

پاکستاني ځواکونو د پکتيا صفري نقطو کې تاسيسات پيل کړي


د پکتيا قومي مشران ولايتي شورا او ولايتي اداره وايي چې په پټان صفري نقطو کې نوي تاسيسات جوړېږي خو افغان حکومت او قومونه يې د مخنيوي په اقدام لګيا دي.

د پکتيا قومي مخور، ولايتي اداره او ولايتي شورا يو شمېر وکيلان وايي، پاکستاني ځواکونو د دې ولايت پټان ولسوالۍ ډېورنډ پولې په صفري نقطو کې پوځي تاسيسات پيل کړي دي.

د دوی په خبره، پاکستاني ځواکونه غواړي، د ډېورنډ پولې په صفري نقطو کې خپل تاسيسات جوړ کړي، د پکتيا ولايتي شورا وکيل تاج محمد منګل وویل:

"دا اوس پاکستاني ځواکونه لګيا دي، د ارګوړي په صفري نقطو کې تاسيسات جوړوي او موږ غوښتنه کوو چې د دې تاسيساتو جوړېدو مخه ونيول شي او په دې باندې کار روان دی."

نوموړی زياتوي، که حکومت د دغو تاسيساتو په مخنيوي کې پاتې راشي او ونه شي کولای په دغو سيمو کې په پاکستاني ځواکونو د تاسيساتو جوړولو کارونه بند کړي، دوی به د قومي تړونونو پر اساس اقدام وکړي هغه زیاته کړه:

"زموږ په حکومت باندې غږ دی چې د دې مسلې لپاره حل لاره پيدا کړي او مخه يې ونيسي، کنه ولسونه به بيا خپله مجبور وي چې د خپلې خاورې دفاع وکړي."

د پټان او سرحدي سيمو مشران وايي، د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو پرتو قبيلو په خپلو منځونو کې هر وخت داسې مسايل د جرګو له لارې هوار کړي دي او اوس هم د ډېورنډ کرښې پورې غاړې قبيلو مشرانو د پټان سيمې پرتو قبيلو ته وړانديز کړی دی چې په دې اړه ورسره جرګه شي او د تورخم پېښې د تکرار مخنيوی وکړي، د څمکنيو قومي مشر حاجي مامور څمکني وویل:

"نن قومونه سره کېښناستل او د پولې هغه غاړې خلکو احوال راکړی وو چې د دې مسلو حل لپاره جرګه سره وکړو، سبا مو وخت ټاکلی دی، جرګه به کوو او حل لار به پيدا کوو، که چېرته ونه توانېدو بيا د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه دريږو او له خپلې خاورې دفاع کوو، خو اوس چې تاسيسات جوړيږي په هغه طرف کې د ارګوړه ساحه ورته وايي هلته يې جوړوي."

نوموړی دا هم وايي چې د پېښو او په صفري نقطو کې د کار مخنيوي په خاطر به د جرګې له لارې اقدام وکړي، که چېرې ونه توانېدل خپله فيصله پلې کړي، د افغان ځواکونو ترڅنګ به د خپلې خاورې په دفاع کې ودرېږي.

د ولايتي شورا وکيلانو او قومي مخورو خبرې د پکتیا والي وياند نقيب احمد اتل هم تائيدوي او وايي، د دوی د معلوماتو پر اساس تېر کال هم پاکستاني ځواکونو د تاسيساتو جوړولو هڅه کړې وه او اوس هم په دې لټه کې دي:

"موږ هڅه کوو چې دغه مسايل د جرګو او مرکو له لارې حل کړو، په تېر کال کې هم داسې پېښه شوې وه، يو ځل پاکستاني چارواکو غوښتل په همدې صفري نقطو کې تاسيسات جوړ کړي چې مخه يې ونيول شوه، اوس بيا زموږ کشفي او امنيتي ارګانونه خبر ورکوي چې پاکستاني ځواکونه غواړي په سيمه کې تاسيسات جوړ کړي چې موږ به د جرګې له لارې د دې مسلې حل ته يوه لار راوباسو."

د ده په خبره د دوی ټول اقدام دا دی چې پاکستاني ځواکونه په صفري نقطو کې تاسيسات جوړ نه کړي، خو په خبره يې ښه او غوره لار يې د جرګو او ډيپلوماټيکو اړيکو له لارې د دې مسلې حل لار پيدا کول دي.

د پټان ولسوالۍ په صفري نقطو کې د تاسيساتو جوړېدو خبر په داسې حال ورکول کيږي چې څو ورځې کيږي، په تورخم کې د تاسيساتو جوړېدو پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو مخامخ نښتو کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

راپور- داوود تپان

XS
SM
MD
LG