د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

د خوست دیني عالمان: د پردیو د تیري پرضد د افغان پوځ تر شا ولاړ یو


د سې شنبې په ورځ د خوست ولایت مدني فعالانو، قومي مخورو او دیني عالمانو په یوه ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان وغوښتل چې د تورخم په ګډون د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له خوا په صفري نقطو کې د تاسیساتو جوړول د نړیوالو قوانینو په رڼا کې وڅیړي.

دوی وویل، د افغانستان خلک او حکومت خپلو ګاونډیانو سره ښه سلوک او دوستانه مناسبات غواړي او له خپلو ګاونډیانو هم د ورته چلند غوښتنه کوي.

د غونډې ویناوالو د پاکستان حکومت او پوځ د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ او زیاته يې کړه چې یاد هېواد په افغانستان کې په روانو جګړو، ترهګریزو بریدونو، هدفي وژنو او نورو پېښو کې لاس لري او د دې هېواد پرمختګ همدارنګه د سیمې هېوادونو او نړۍ سره يې ښې اړیکې نه شي زغملای.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستان د پوځ تر منځ د تورخم په سیمه کې وروستیو نښتو ته په کتو وویل، افغان ځواکونه حق لري چې پر ځمکنۍ بشپړتیا يې د پردیو د تیري مقابله وکړي.

د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي
د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد محمدي

مولوي شاه محمد محمدي زیاته کړه:

"دا جنګ چې دوه ورځې په تورخم کې روان دی، دا د خپل وطن د دفاع، د خپل ناموس، د خپل مال او دولت او د خپل عزت د ساتنې لپاره موږ د دفاع حق لرو، ګاونډي ته احترام لرو، خو د ګاونډي څخه هم د متقابل احترام غوښتونکي یو، په ګاونډي تعرض نه کوو، خو د ګاونډي تعرض هم موږ نه منو، نو موږ پاکستان ته وایو چې د خدای لپاره زموږ په غریب ولس رحم وکړه او که رحم نه کوې، نو بیا موږ هم د بدل او غچ اخیستلو حق لرو."

د غونډې یو بل ویناوال مولوي محمدعارف عرفان وویل چې افغان ولسونه د پردیو د تیري پر ضد د افغان حکومت او پوځ تر شا ولاړ دي:

"د پاکستان پوځ کله زموږ په تڼیو کې رامخ ته شي، کله د ننګرهار په تورخم کې رامخ ته شي، کله بیا د کندهار په سپین بولدک کې رامخ ته شي، موږ هېڅکله د پاکستان د پوځ دا هدفونه چې دا شل دېرش کاله زموږ د هېواد په چارو کې مداخلې کوي، کله ترهګر رالیږي، کله د افغانستان مخور شخصیتونه په نښه کوي، نور موږ په دې صبر نه شو کولای، موږ به د دې غچ اخلو، موږ د خپلو امنیتي ارګانونو او دولت تر څنګ ټول که هغه ولسونه دي، قومي مخور دي او که علماء دي ټول يې تر شا ولاړ یو."

د چارو کارپوه محمدغفور مهیدي بیا په خپلو خبرو کې د هند او افغان حکومت تر منځ د وروستیو نږدې اړیکو او همکاریو ډېریدل د دې حرکتونو د منځته راتلو لاملونه وبلل.

ده زیاته کړه، د هند له بلاعوضو مرستو نه په هرات کې د سلما بند پرانیسته، د پارلمان د ودانۍ جوړول، افغان پوځ ته د پوځي چورلکو ورکول، د مشرانو جرګې د رییس له خوا د هند سفیر تقدیرول او له هند څخه د کونړ پر سیند د برښنا د بند د جوړیدو غوښتنې د پاکستان د تحریکیدو لامل شوي دي.

په پای کې د غونډې پنځه ماده ییز پریکړه لیک د مدني فعال نصیر احمد روښان له خوا ولوستل شو، په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو سازمان نه غوښتنه شوې چې د تورخم مساله د نړیوالو میثاقونو په رڼا کې وڅیږي.

د غونډې پنځه ماده ییز پریکړه لیک د مدني فعال نصیر احمد روښان له خوا ولوستل شو
د غونډې پنځه ماده ییز پریکړه لیک د مدني فعال نصیر احمد روښان له خوا ولوستل شو

په پریکړه لیک کې زیاته شوې چې د سرحدونو په ساتنه کې ولس د افغان حکومت او د خپلو ملي دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دی:

"د پاکستان دا برید په ښکاره د افغانستان پر حریم، استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا تیری دی، موږ د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوو چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دغه مساله بررسي او پاکستان ته په ښکاره ووايي چې تیری يې کړی او دا ډول کړنې به يې لا منزوي کړي، خوستي ولسونه د خپل هېواد د لوېشت، لوېشت خاورې څخه دفاع خپل ایماني او افغاني مسوولیت ګڼي او پدې لاره کې هر ډول قربانۍ ته تیار دي، خوستي ولسونه د خپلو امنیتي ځواکونو پر وړتیا، زړورتیا او شهامت باور لري او هر ډول لاسنیوی ته يې تیار دي."

د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند پر کرښه تورخم کې د افغان سرحدي ځواکونو او د پاکستاني پوځیانو تر منځ د یکشنبې ورځې د شپې او د دوشنبې ورځې ناوخته وقفي يې نښتې وشوې چې دواړو غاړو ته په کې ځاني تلفات اوښتي دي.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو چارواکو ویلي، د پیل نښه هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني پوځیانو د افغان حکومت سره له مخکني تفاهم پرته غوښتل چې د تورخم د سیمي په صفري نقطه کې تاسیسات اباد کړي.

افغان چارواکي د سرحدي تړونونو له مخې په صفری نقطه کې د پاکستان د پوځ لخوا د دروازی جوړول غیرقانوني بولي،خو پاکستان وايي چې دغه دروازه له صفري نقطې ۳۷ میټره دننه په خپل حد کې جوړوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG