د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ایټالیا سمندري ساتونکو څه باندې ۱۲۰۰کډوال ژغورلي


د ایټالیا سمندري ساتونکي وايي، څه باندې دولس سوه کډوال یې د سیسلي ټاپو په سواحلو او د افریقا د شمال په اوبو کې د عملیاتو په ترڅ کې ژغورلي او د یوه تن مړی یې موندلی دی.

له پرونیو نهو عملیاتو سره په تیرو ۴ ورځو کې د ژغورل شویو کډوالو شمېر څلور زرو ته ورسېد.

د ایټالیا سمندري ځواکونو وړمه ورځ د نژدې دیارلس نیم سوه کډوالو د ژغورنې خبر ورکړ.

ايټالیا اروپا ته د کډوالو د مهاجرت چې دریم کال یې پیل شوی دی لومړۍ کرښه ده. اکثر دا کډوال له منځني ختیځ او د افریقا له شمال څخه اروپا ته د تلو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG