د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

کینتوز: د هلمند د پولیسو ۴۰ سلنه تشکیل خیالي دی


د تېر میلادي کال په وروستیو کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د سرتېرو د بېرته روزنې، تجهیز او تشکیل د بشپړتیا پروګرام د افغان او بهرنیو روزونکو او سلاکارانو تر نظارت لاندې پیل شو.

خو د ملي پولیسو د روزنې او تجهیز بهیر د تېر یوه کال راهیسې په ټپه ودرېده او پرځای يې د۱۲ ټولګیو څخه هغه فارغانو ته اولیت ورکول شو چې تر شپږو میاشتو مسلکي زده کړو وروسته د افسرانو په رتبه فارغیږي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کینتوز وايي، د پولیسو د شاوخوا لس زره نفریز تشکیل څخه تر څلور زره ډېر خیالي دي او هره میاشت يې معاش د هغوی د قومندانانو او یا اړوند نورو کسانو شخصي جېبونو ته لویږي.

کینتوز چې یوې خبري ناستې ته یې مالومات ورکول وویل، د هلمند د پولیسو د ټول تشکیل څخه ۴۰ سلنه يې اصلن وجود نه لري او د دې جملې ډېر يې د لوړ پوړو چارواکو او وکیلانو په امنیت ساتنه بوخت دي.

دی وايي:

"زه تاسو ته په ډاډ وایم.تراوسه په هغه ولسوالیو او سیمو کې چې موږ خپل تحقیق او برسي پیل کړي ده د څلویښت سلنه پولیسو تشکیل خیالي دي او په ذات کې د هلمند د پولیسو په تشکیل کې شي وجود نه لري. موږ هغه کسانو ته چې د پولیسو په لیکو کې دنده لري او غېرحاضر دي دوه ورځې وخت ورکړی دی که حاضر نه شي له دندو لېرې کیږي او یا ورسره قانوني چلند کیږي.خوشبختانه ویلای شم چې موږ تر اوسه ۲۰۰ هغه کسان برطرفه کړي دي چې معاشونه يې اخېستل او حاضري يې نه ورکوله او۸۰ تنه نور پولیسو مو چې د ځینو داسې کسانو سره په دنده بوخت وو چې د کورنیو چارو د وزارت سره هیڅ تړاو نه درلود او معاشونه یې اخېستل له دندو ګوښه کړي دي."

د پولیسو یوې سرچېني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د ولسوالیو اکثره پولیس په خاص ډول د جنګي سیمې پولیس د قومندانانو په خوښه معاشونه اخلي چې اکثره وخت ورته د نیم یا تر هغه د لږ معاش معادل پاکستانۍ روپۍ ورکول کیږي.

ویل کیږي تر دې دمه د نادعلي او مارجې ولسوالیو د پولیسو د خیالي تشکیل په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د نادعلي او مارجې ولسوالیو د پولیسو د خیالي تشکیل په اړه تحقیقات پیل شوي
د نادعلي او مارجې ولسوالیو د پولیسو د خیالي تشکیل په اړه تحقیقات پیل شوي

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کینتوز وویل، د مارجې د۴۵۰ پولیسو څخه ۳۰۰ يې وجود نه لري او یوازې ۱۵۰ تنه يې په دندو کې حاضر دي خو د نورو معاشونه اته میاشتې کیږي چې د قومندانانو شخصي جېبونو ته لویدلي دي.

ښاغلي کینتوز زیاته کړه:

"موږ بوخت یو چې د پخواني امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ په نوم هغه ۲۷۰ تنه پولیس هم له دندو لېرې کړو چې اصلن په هلمند کې وجود نه لري او یوازې د سرجنګ د دوستانو او اقارېبو سره دندې ترسره کوي خو معاش د هلمند د پولیسو له تشکیله اخلي او دا موضوع په رسمي ډول عدلي او قضايي ادارو ته رسېدلې ده او په دې برخه کې د ولسمشر په امر خپله د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین کار کوي."

مل پاسوال اقانور کینتوز ویلي دي چې د هلمند په سلګونه پولیس د خپلو اصلي دندو په ځای د ملي شورا د وکیلانو، د کورنیو چارو د وزارت د یو شمېر جنرالانو او ان یو شمېر عادي خلکو په امنیت او ساتنه بوخت دي.

هغه وویل، د ولسمشر په امر يې د پولیسو د تشکیل او اصلاحاتو کار پیل کړی دی او ترهغه به دوام ورکړي چې کارونه يې بشپړ شي.

په هلمند کې د ټولو افغان سرتېرو شمېر ۳۲ زره ښودل کیږي، دا چې د دومره سرتېرو په موجودیت کې هم د هلمند جګړه د ورځې نه بلې ته پراخیږي یو لامل يې د ځواکونو په منځ کې د خیالي تشکیل موجودیت ښودل کیږي.

د هلمند خلک د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو د پیل او د خیالي تشکیل په اړه د پیل شوو تحقیقاتو هرکلی کوي.

دوی د ۲۱۵ میوند قول په چوکاټ کې د ملي اردو د اصلي شمېر مالومولو د دې ډول تحقیقاتو او برسۍ غوښتنه کوي.

د هلمند د پولیسو د خیالي تشکیل مسئله نوې خبره نه ده، خو په دې اړه رسمي تحقیقات وروسته له هغه پیلیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د روانې اوونۍ د دوه شنبې په ورځ هلمند ته د خپل سفر پر مهال د کورنیو چارو د وزارت امنیتي معین ته دنده وسپارله، څو د هلمند د پولیسو ریښتینی شمېر په ګوته کړي او راپور يې ډېر ژر جمهوري ریاست ته وسپاري.

د هلمند د پولیسو د خیالي تشکیل مسئله نوې خبره نه ده،
د هلمند د پولیسو د خیالي تشکیل مسئله نوې خبره نه ده،

دا هم باید وویل شي چې د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کیتونز خبرداری ورکړ که یو شمېر غېر حاضر افسران او پولیس په ۴۸ ساعتونو کې خپلو دندو ته حاضر نه شي د قانوني چلند سره به مخامخ شي او له دندو به هم ګوښه شي.

نور تفصیل له هلمند څخه د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00
مستقیم لېنک

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG