د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

ویسا: انتقامي څپه که د نړیوالې لوبې د وحشتونو څپه


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د زنځیره یي وژنو زیاتیدو او په مرکز کابل کې د جنایي جرمونو ډېرېدو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د یوه ځانګړي دستور له مخې د کابل د زیاتو سیمو امنیتي پوستې ټولې شوي او په هغو سیمو کې چې نسبي امن موجود و، اوس بې امنه شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، درې ورځې وړاندې سړي تښتونکو په کارته سه سیمه کې د ساختماني چارو یو مالک وتښتاوه چې د کورنۍ غړي یې تښتونکی پيژني خو له دې ویرې غږ نه کوي چې حکومت به ورته زیان ورسوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په همدې ورځ په قمبر څلور لاره کې هم تښتونکو یو بل کس وتښتاوه، خو کله یې چې د دویم کس د تښتولو هڅه کوله له مقاومت سره مخ شول او هغه کس ټپي شو چې اختطاف کوونکي یې د تښتولو په نیت راغلي و.

د ورځپاڼې په باور، د همدغو اختطاف کوونکو د بانډونو مشران دوبۍ، ترکیې او منځنۍ آسیا ته تګ را تګ کوي، په حکومت کې ملاتړ کیږي او ځکه یې نیولو ته هم جدي اقدامات نه کیږي.

ویسا ورځپاڼې بیا په دې اړه خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې انتقامي څپه که د نړیوالې لوبې د وحشتونو څپه.

په سرمقاله کې راغلي، د ولسي جرګې د غړي شیرولي وردګ وژل کیدل، د لوګر د استیناف پر څارنوالۍ حمله د هغو وحشتونو دوام دی چې حکومت یې باید مخنیوي ته اقدام وکړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د طالبانو له اعدام وروسته د طالبانو حملې زیاتې شوې، لیکوال سپارښتنه کړې، که حکومت د خلکو امنیت نه شي ټینګولی بیا نو باید داسې کارونه ونه کړي چې وسله وال مخالفین پرې راوپارول شي.

ولې په مرکز کابل کې د زنځیره یې وژنو څپه پیاوړې شوې؟ دا د کابل پوسټ ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، د ولسي جرګې د غړي شیرولي وردګ وژنې یو ځل بیا وښوده چې حکومت د زنځيره یې وژنو په مخنیوي کې پاته راغلی دی.

د سرمقالې لیکوال ویلي، هدفي او زنځیره یې وژني د دې لپاره کیږي چې په سیاسي کړیو کې درز رامنځته، قومي شخړې زیاتې او په ټولنه کې د سیاستوالو نفوذ کم کړي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا لیکلي چې د حکومت د بې کفایتۍ له امله جنایي او امنیتي پېښې ډیرې شوي دي.

په مطلب کې راغلي، په امنیتي ادارو کې تر ډېره داسې کسان ګمارل شوي چې مسلکي نه دي او همدا لامل دی چې په رڼا ورځ په کابل کې خلک تښتول کیږي، خو پولیس یې عاملین نه شي نیولی.

XS
SM
MD
LG