د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

څارونکي: د افغانستان لاجورد دې د جګړې کاني ډبره ونومول شي


د افغانستان له هغه کان څخه ترلاسه کیدونکي عواید له هغې جګړې سره مرسته کوي چې دا هېواد یې له اوږدې مودې راهیسې ځپلي دي.

د طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې په غېر قانوني ډول د لاجوردو د ډبرو له کانه په کال کې ترشل میلیون ډالرو پورې عواید ترلاسه کوي.

دا خبره په لندن کې میشتې د فساد په اړه یوې څارونکې ډلې کړې.

د Global witness یا د نړیوالې څارونکې په نوم دغې ډلې په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړ غوښتنه کړې چې د افغانستان د لاجوردو بې ساره ډبره دې د جګړې کاني ډبره ونومول شي.

د اسوشټیډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دغې ډلې په خپل راپور کې ویلي چې د لاجوردو د ډبرو اکثره کانونه د بدخشان د ولایت په شمالي برخه کې پراته دي او دا هغه سیمه ده چې پر دغو کانونو د کنټرول لپاره د سیمه ییزو زورواکانو، وکیلانو او طالبانو ترمنځ سیالیو ډېره بې ثباته کړې ده.

د اسوشیټیډ پرېس اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو ویلي چې د افغانستان حکومت د ۲۰۱۵ کال په لومړېو کې د لاجوردو د ډبرو کان بند کړ ځکه امنیت یې نه شو تامینولی.

خو له دې سره سره د دغه کان کېندنه روانه ده. د راپورونو له مخې سیمه ییز پولیس او سیاستوال یې له غېر قانوني کیندنې او صادراتو څخه ګټه پورته کوي.

ګلوبل ویټنېس وایي، په غېر قانوني توګه د استخراج شوېو لاجوردو د ډبرو ډېره برخه چین ته صادریږي چې هلته د قیمتي ګاڼو ارزښت پیدا کوي او زیاتوي د چین له خوا د لاجوردو پلورل چې طالبان ترې ځان تمویلوي، د چین د حکومت له هغه رسمي دریځ سره په تضاد کې دی چې دې هېواد په افغانستان کې د سولې او امن د ټینګښت لپاره د یوه منځګړي په توګه غوره کړی دی.

ګلوبل ویټنېس وایي، په غېر قانوني توګه د استخراج شوېو لاجوردو د ډبرو ډېره برخه چین ته صادریږي.
ګلوبل ویټنېس وایي، په غېر قانوني توګه د استخراج شوېو لاجوردو د ډبرو ډېره برخه چین ته صادریږي.

چین د افغانستان د سولې د خبرو د څلور اړخېزې کمېټې یو غړی دی.

د راپور له مخې بدخشان د هغه څه چې په ټول هېواد کې پېښیږي، یوه کوچنۍ بېلګه ده.

د مخدره موادو له قاچاق وروسته کانونه د وسله والو طالبانو د عوایدو دوهمه درجه سرچینه ده.

طالبان د کوکنارو پر تولید تر ډېره د افغانستان په جنوبي سیمو په تېره بیا پر هلمند ولایت کنټرول لري.

کوکنار چې په نړۍ کې د تاریاکو طبیعي بوټی دی. کارپوهانو د مخدره موادو قاچاق په کال کې تر درې میلیارډ ډالرو پورې اټکل کړی دی.

طالبان د کوکنارو پر تولید تر ډېره د افغانستان په جنوبي سیمو په تېره بیا پر هلمند ولایت کنټرول لري.
طالبان د کوکنارو پر تولید تر ډېره د افغانستان په جنوبي سیمو په تېره بیا پر هلمند ولایت کنټرول لري.

د افغانستان د کانونو او د تیلو او ګازو د زیرمو اندازه میلیارډونو ډالر اټکل شوې خو حکومت یې د استخراج لپاره نه کافي پیسې او نه هم لازم مهارتونه لري او نړیوال شرکتونه هم د امنیتي وضعیت له امله چې ورځ تر بلې خرابیږي دې ته زړه نه ښه کوي چې په دې هېواد کې د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.

نړیواله څارونکې ډله وایي، که دغه کانونه په سمه توګه استخراج شي، حکومت ته به په کال کې دوه میلیارډ ډالره عواید ورپه برخه کړي.

راپور وایي، حکومت په ۲۰۱۴ کال کې یوازې د لاجوردو د ډبرو له پلوه شاوخوا اولس نیم میلیون ډالره او په ۲۰۱۵ کال کې لس میلیون ډالره عواید له لاسه ورکړي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې بیا وسله والو ډلو له دې درکه څه کم شل میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

نړیوال څارونکې ډله د عبدالمالک په نوم یوه سیمه ییز ځواکمن ته په اشاره لیکي چې هغه د لاجوردو د ډبرو له کانه د غېر قانوني کیندنې د خوندیتوب لپاره طالبانو ته له هغو پیسو علاوه چې ده ګټلې اونیم لکه ډالر ورکړي.

د راپور له مخې مالک تېرکال طالبانو ته ۴ میلیون ډالر ورکړي و.

Global witness وایي، د قوانینونو او کنټرول نشتوالی د دې سبب شوی چې پر کانونو د کابل حکومت کنټرول ونه لري.

د بدخشان د لاجوردو د ډبرو کانونه دغه راز په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې داعش ته چې تېر کال یې په دې هېواد کې ځان راښکاره کړی، په ستراتیژیک لومړیتوب بدل شوی.

نړیوال څارونکې ډله وایي، که حکومت پر کانونو د کنټرول لپاره سمدستي اقدام ونه کړي، د لاجوردو پر کان د کنټرول لپاره جګړې به شدت ومومي او پر دې علاوه چې عواید به یې د افراطي ډلو جېبونو ته لویږي، دا هېواد به لا بې ثباته کړي.

نوریاس نوري دا مسله د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت له ویاند محی الدین نوري سره په مرکه کې څېړلې او په پیل کې ورڅخه پوښتنه کړې چې که حکومت د لاجوردو او د افغانستان د نورو قیمتي ډبرو له کانونو د غیرقانوني استخراج مخه نشي نیولی ایا نشي کولای چې پر دغه وړاندیزغوروکړي؟ هغه په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:21 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG