د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

ولسمشر غني: افغانان د سلما بند جوړېدو سره خپلو هېلو ته ورسېدل


د افغانستان او هند مشرانو نن په رسمي ډول د سلما یا د افغانستان او هند د دوستۍ بند پرانېستنه وکړه.

جمهور رئیس اشرف غني د یاد بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې له اوږده ځنډ وروسته افغانان د هند په مرسته د سلما بند د جوړېدو په باب خپلو هېلو ته ورسېدل.

ښاغلي غني همدا راز وویل چې افغانستان او هند به د ځینو د ورانکارۍ په خلاف د بیا رغونې، سولې او سعادت ګړندي ګامونه پورته کړي.

له ۴۰ کلن ځنډ او ګڼو مشکلاتو وروسته باالاخره د سلما بند چې په ورستیو کې د افغانستان او هند د دوستۍ د بند په نامه نومول شوی د جمهور رئیس اشرف غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي له لورې پرانېستل شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې افغانستان او هند په میلیونونو ګډ مشترکات لري خو د سلما بند په پرانېستلو د دواړو هېوادونو په دوستۍ کې یو بل باب پرانېستل شو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي افغانستان او هند پرېکړه کړې چې د ځینو هېوادونو برخلاف د رغونې او نیمکرغي ګډ مسئولیت ترسره کړي، نه د ورانکارۍ.

افغانستان او هند په میلیونونو ګډ مشترکات لري
افغانستان او هند په میلیونونو ګډ مشترکات لري

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ د لارې په مشکلاتو خبر یو او پوهیږو چې ویجاړول اسانه او رغونه سخته ده خو موږ دواړو هېوادونو د ځینو برخلاف چې مهم هنر یې ورانکاري او د ورانکاري د پیغام استول دي د بیا رغونې سخت مسولیت پر غاړه اخیستی دی او پوره باور لرم چې د بیارغونې جبهه به د ورانۍ پرجبهې بریالۍ شي."

د سلما بند د جوړېدو چارې په کال ۱۹۷۶ میلادي کې د لومړي ځل لپاره پیل شوې خو بیا وروسته د کورنیو جګړو له کبله یې د جوړېدو چارې تر ۲۰۰۲ میلادي کاري پورې درېدلې وې.

سلما بند د هریرود پر سیند د هند په شاوخوا درې سوه میلیونه ډالره مالي لګښت جوړ شوی چې دوه سوه پنځوس زره کورنیو ته د برېښنا ترڅنګ به کابو اتیا زره هکتاره جریبه ځمکه هم خړوبه کړي.

سلما بند د هریرود پر سیند جوړ شوی
سلما بند د هریرود پر سیند جوړ شوی

په ورته وخت کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي چې د پرانېستې په مراسمو کې ګډون کړی و ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان د ځورېدولو خلکو د هيلو او ارمانونو پوره کول د هند یو مهمو مسولیتونو څخه دی.

ښاغلی مودي وايي، افغانستان او هند د تاریخ په اوږدو کې پر مقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې پاللي او د سلما بند پرانسته چې د ده په خبره خلکو ته د ژوند او ښې راتلونکې امید ورکوي د افغانستان او هند د دوستۍ ښه ثبوت کېدای شي.

د هند صدراعظم تاکید وکړ چې ښايي د هند منابع کمې وي او له ځینو سیاسي او جغرافیوي مشکلاتو سره مخ وي خو له افغانستان سره یې دوستۍ له دې هرڅه وراخوا د کوم زماني محدویت پرته ده او دوام به کوي.

د سلما بند پرانیسته د افغانستان او هند د دوستۍ ښه ثبوت کېدای شي.
د سلما بند پرانیسته د افغانستان او هند د دوستۍ ښه ثبوت کېدای شي.

ښاغلي مودي زیاته کړه:

"ممکن زموږ منابع کمې وي خو زموږه ژمنې محدودې نه دي شاید نور زماني محدویتونه ولري خو له افغانستان سره زموږ اړیکې پر وخت نه شي محدودې کېدای که څه هم له ځینو سیاسي او جغرافیوي موانع سره مخامخ یو اما خپل مسیر دخپل هدف په شفافیت سره مشخص کو او مخ پر وړاندې به ځو."

په افغانستان کې د اوبو مهارول بل هغه ژمنه وه چې ولسمشر غني په دغه غونډه کې وکړه.

ښاغلي غني وویل افغانستان حق لري چې د نړیوالو قوانیونو پراساس خپلې اوبه مهار او هغه ځمکې چې کلونه وچې او خزان وې پرې خړوبه کړي.

په ټوله کې ښاغلي غني تاکید وکړ چې افغانستان به د هند په څېر د نورو سیمه ایزو او ملګرو هېوادونو په مرسته د امنیتي ثبات ترڅنګ د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې هم ګړندي ګامونه پورته کړي او نور ورانکاره کړۍ نه شي کولای چې د افغانستان د تحرک مخه ونیسي.

په ورته وخت کې جمهور رئیس محمد اشرف غني په هرات کې د سلما بند د پرانېستې په مراسمو کې د افغانستان او هند د دوستۍ د لا پیاوړتیا او له افغانستان سره د هند د مرستو د همکارۍ په مقابل کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال هم ورکړ.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG