د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۴۱

هراتیانو د سلما د بند د پرانیستلو هرکلی وکړ

د هرات خلکو پرون د سلما بند د کارد بشپړیدو او د بند پرانیستل کیدو هرکلی وکړ.

هراتیانو پرون [دوشنبه] د ښارپه ورزشي سټیدوم کې ډولونه وهل او اتڼونه یې وکړل.د هرات ښار یو اوسیدونکی وايي:

((موږ ډيرخوشاله یو. زموږ دا هیله ده چې خپل برق به تولیدوو او د ګاونډيو پر بريښنا به زموږ اتکا پای ته ورسیږي.))

د سلما بند د جوړیدو کار د یک شنبې په ورځ بشپړ شو.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې دا بند۸۰ زره هکټاره ځمکه اوبولای شي او د ۴۲ میګاواټه برق د تولید ظرفیت لري.

د سلما بند پرهريرود دریاب جوړ شوی چې کاسه یې د یک شنبې په ورځ د اوبو د ذخیره کولو لپاره وتړل شوه.

په هرات ښارکې پرون یو شمېرخلکو حکومت ته ډاډ ورکړچې د بند د امنیت په ټینګولو کې به همکاري کوي.د هرات یو اوسیدونکی وايي:

((د سلما بند له اوبو به د کرهنې او مالدارۍ په برخه کې د خلکو ډیرې ستونزې حل شي. دلته به هیڅ خبره هم نه کیږي. ولس د دې پروژې ملاتړ کوي. دا زموږ وطن ته حیاتي اهمیت لري او زموږ ژوند به ورسره ښه شي.))

افغان چارواکي وايي چې د سلما بند کاسه به په راتلونکو۱۱ میاشتو کې له اوبو ډکه شي.

سلما بند جوړولو کار په 1976 [میلادي] کال کې پيل شوی وو.

په هرات کې د مدني ټولنو ویاند علي جان فصیحي ازادي راډیو ته وویل چې ځیني هېوادونه ښايي د دې پروژې لپاره د خنډ جوړولو هڅې وکړي نو د افغانستان حکومت ته ښايي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه زیات کړي.علي جان فصیحي زیاته کړه:

((هریرود له هغو لویو دریابونو دی چې اوبه یې ایران ته ځي او له دې امله زه باور لرم چې د سیمې د امنیت ټینګیدل له ډیرو مهمو مسلو دی.))

د سلما بند پروژه د هند په مالي مرسته بشپړه شوه.د دې بند پر جوړولو ۳۰۰میلیونه ډالر لګیدلي دي.

د سلما بند کاسه۶۴۹ میلیون مترمکعب اوبه زیرمه کولای شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني، قدرت ته تر رسیدو وروسته، د سلما بند د کارد لیدو لپاره هرات ته ولاړ او له خلکو سره یې ژمنه کړې وه چې دا پروژه به په لنډ وخت کې پرانیستل کیږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG