د بلخ ولایتي شورا یو شمېر غړو او پلویانو یې د دې ولایت د محلي حکومت پر کړنو د انتقاد له امله په لاریون لاس پورې کړ.
مظاهره چیانو سیمه ییز حکومت پر قومي او حزبي فعالیتونو تورن کړ او په دې ولایت کې د ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف غوښتونکي شول.
معترضانو له مرکزي حکومت څخه د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.
د بلخ ولایتي شورا پنځو تنو استازو د دې مظاهرې مشري کوله، دوی محلي حکومت په دې ولایت کې د مېشتو توکمونو په وړاندې په تبعیض درلودلو تورن کړي او د حکومت والۍ کړنه یې تک حزبي په ګوته کړه.
دوی له مرکزي دولت څخه په بلخ کې د متوازن انکشاف او د ټولنیز عدالت د ټینګښت غوښتونکي شول.
د بلخ ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع هم د همدې لاریون کوونکو په ډله کې حضور درلود.
هغه وویل:
"د قدرت انحصار په بلخ ولایت کې موجود دی، د یوه شخص لخوا د قدرت انحصاري کول او د یوې خاصې ډلې لخوا د قدرت پر مخ بیول دلته موجود دي، دوی د بلخ ټوله هستې په خپلو منګولو کې راټینګه کړې ده."
احتجاج کوونکو د بلخ محلي حکومت خاصاً د دې ولایت سرپرست والي عطا محمد نور پر دې تورن کړي چې مختلفو قومونو ته د سیاسي او ټولنیز حقوق ته د رسېدو اجازه نه ورکوي او ښاغلی نور د خلکو د املاکو په غصب کې لاس لري.
حسن علي د همدې احتجاج کوونکو څخه یو دی، هغه یې په اړه وویل:
"زموږ ګناه څه ده، راشئ زموږ سیمو ته او د نورو خلکو سیمو ته ورشي توپیر به ووینی، دوی د خلکو ځمکې غصب کړي د عام ولس ګناه څه ده؟ آیا موږ د دې خاورې نیو؟ ولې والي دا ډول چلند ترسره کوي، ازبک، هزاره او ترکمن وايي او موږ تر پښو لاندې کوي، موږ دا ډول چلند نه غواړو."
دا مظاهره د شبنې ورځې په سهار د مزار شریف لوېدیځ لوري څخه د فردوسي پارک له مخې پیل او د بلخ ولایتي شورا مخې ته مظاهره چیانو لخوا د یوه پرېکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسېد.
احتجاج کوونکو د همدې پرېکړه لیک په ۶ ماده کې له مرکزي حکومت څخه وغوښل چې د بلخ سرپرست له دندې ګوښه کړي:
"موږ د بلخ سرپرست د بلا قید او شرط ګوښه کېدو غوښتونکي یو."
په همدې حال کې د بلخ سرپرست عطا محمد نور ویاند منیر فرهاد وايي چې محلي حکومت په هڅه کې دی ترڅو ټولو قومونو ته په مساويانه ډول سیاسي او مدني حقوق تامین کړي.
منیر زیاته کړه:
"په بلخ ولایت کې ټول قومونه ځان ورور او برابر ګڼي، په دولتي ادارو کې کوم حق چې ټولو اقوامو ته ورکړل شوی، په هېڅ یوه بل ولایت حتا کابل کې به هم داسې نوي شوي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې د مخه هم د بلخ ولایتي شورا ځینو غړو پر محلي دولت د بې عدالتۍ ورته تورونه پورې کړي وو.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی