د افغانستان د کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان د پراختیايي تيم او د پاکستان د اچ.بي.ال د ټیم ترمنځ د پنځوس اوره سیالیو دریمه پړاو نن په کابل کې روانه ده.
د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه دوو ټیمونو په دوهم
پړاو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ پراختیایي ټیم د پاکستان د اچ.بي.ال ټيم ته ماتې ورکړه او د دغه پنځوس اوره سیالیو په لومړي یوه ورځنۍ لوبه کې د پاکستان د اچ.بي.ال ټيم افغانستان ټيم ته ماتې ورکړې وه.
ښاغلي فضلي زیاته کړه چې د افغانستان د کرکټ پراختیایي ټیم پوره چمتووالی لري
او هیله یي وښوده چې په دغو سیالیو کې به بریا ترلاسه کړي.
د ښاغلي فضلي د معلوماتو له مخې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به د دغو سیالیو وروسته
په تمریناتي سیالیو کې د ګډون په هدف بریټانیا ته ولاړ شي.