د هلمند د ولایتي شورا رئیس خبرداری ورکوي، که چېري په ۴۸ ساعتونو کي دغه ولایت ته اضافي سرتېري او هوايي ملاتړ ونه رسېږي لښکرګاه ښار به سقوط وکړي.
کریم اتل وايي د لښکرګاه او مرکزي ولسوالیو د ساتنې په هدف باید تازه دمي سرتېري ورسېږي.
له بلې خوا د پولیسو یوې سرچیني چې د نوم نه ښودلو په شرط يې ازادي راډیو سره خبري کولی وویل په تېرو دوو شپو کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ۱۸ پولیس د وسله والو سره د مخامخ جګړې په ترڅ وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.
سرچیني وویل د نادعلي په شاول سیمه کي چي وروسته تر یوه خونړي بریده وسله والو ونیوله وړمه شپه ۱۷ پولیس وژل شوي، ۷ ټپیان او ۸ نور لادرکه دي.
خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د افغان ځواکونو مرګ ژوبله تاییدوي خو د کر شمېر په اړه یې معلومات نه لري.
په دې اړه تفصیل له هلمند څخه زموږ د همکار الیاس داعي سره د احمد تکل په واورئ: