په لسګونو سیاسي فعالانو او د مدني ټولنې غړو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پښتو ملي ورځ ولمانځله.
دوی وویل، له څو لسیزو راهیسي د پښتنو سیمې د جنګ په اور کې سوځیږي او حکومت، پښتنو او د هېواد نورو قومونو ته پکار ده چې په ګډه سره دغه سیمې د جنګ له اوره وژغوري.
په غونډه کې په ځوانانو او لیکوالو غږ وشو د پښتنو په سیمو کې خلکو ته سیاسي شعور ورکړي.
سیاسي فعالانو، د مدني ټولنې غړو، د پښتو ژبې لیکوالو او څیړونکو، له حکومت، پشتنو مشرانو او د هیواد له نورو قومومو وغوښتل چې په ګډې مبارزې سره دې، د پښتنو سیمې له جګړو وژغوري.
د وې چې شمېر یې لګسونو ته رسیده دا خبرې یې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پښتو ژبېرد نړيوالي ورځې د لمانځلو په غونډه کې وکړې.
دوې ویل له شا و خوا څلویښتو کلونو راهیسې د پردیو استخباراتي شبکو او تروریستې ډلو، د پښتنو له سیمو ګټه اخیستې او د خپلو هدفونو لپاره یې د غه سیمې له اقتصادي، فرهنګي، تعلیمي، روغتیايي او داسې نورو نعمتونو څخه لېرې ساتلي دي.
دوی وویل، اوس د دې وخت رارسیدلې چې دغو سیمو ته پام وشي او نورې د تپل شویو جنګونو قرباني نه شي.
د غونډې یوه وینا وال خیرالله شینواري وویل:
"د پښتنو لومړۍ ستونزه روانه جګړه ده، که دا جګړه د پښتون پرخاوره روانه وي او پښتون پرې نه پوهیږي او پکې وژل کیږي نو پښتون به هیڅکله ښه ورځ ونه ویني، راځئ د ا د مختلفو قومونو خلک له پښتنو سره لاس یو کړئ ، د جنګ ضد یو سازمان جوړکړئ څو د پښتنو سیمې له جنګ وژغورل شي. "
د غونډې وینا والو وویل، پښتو نه یوازې دا چې یوه پراخه، ساده او خوږه ژبه ده بلکې د یو قوم منل شوی ټولنیز قانون دی چې ورورګلوی، پت، غیرت، سوله، پخلاینه، ترقي او پرمختګ پکې شامل دی.
دوې داهم وویل، له څو لسیزو راهیسې د پښتنو سیمو ته د حکومتونو د نه پاملرنې له امله، د دوی سیمې تر ډیره ځایه له علمي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو څخه وروسته پاتې شوي دي.
دوې دا هم وویل، بیوزلي او بیکاري بله ستونزه چې د پښتنو سیمې ورسره مخ دي او مخالفین هم هڅه کوي چې د دې سیمو د اوسیدونکو له مجبوریته ګټه پورته کړي.
د ملي ثبات د شورا مشر ضیاءالحق امرخېل په لیکوالو او سیاستوالو غږ وکړ چې په خپلو سیاسي او فرهنګي فعالیتونو سره دې، د پښتني سیمو اوسیدونکي علم او سیاست ته و هڅوي.
هغه زیاته کړه:
"مدني فعالانو او لیکوالو ته پکار ده چې په پښتو لیکنې وکړي څو د ا ژبه لاقوي شي، حکومت دې ورته څیړنیزمرکزونه جوړکړي. او له لیکوالو هیله ده چې راځئ دا ځل سیاست وکړوڅو حق له باطله جلا کړو، راځئ سالمې لیکنې وکړئ او دا ستر ملت ښه معرفي کړئ. "
پښتود درې ترڅنګ د افغانستان رسمي ژبه ده.
د افغانستان پښتانه وايي، دوی ضرورت لري چې د نړۍ مختلف علمی اثار، څیړنې او اختراع ګانې ژر تر ژره په پښتو واړول شي.
افغان چارواکي وايي، په وروستیو کلونو کې پښتو ژبې تر ډېره ځایه په رسنیو،دولتي او غیردولتي ادارو او علمي او فرهنګي مرکزونو کې ځاې موندلی او هڅې کیږي چې دا ژبه له علمي پلو ه نوره هم بډایه شي.
پښتو ژبه په دې وروستیو کې په ګوګل کې هم د کارونې وړ شوې ده.
راپور: خان محمد سیند