د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۹

د افغانستان بهرنی سیاست باید ملي ګټو ته په پام ترتیب شي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ضروري ده چې د هېواد بهرنی سیاست او د اړیکو پالېسي ملي ګټو ته په پام ترتیب او تعقیب شي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح‎الدین رباني چې د یکشنبې په ورځ یې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د شپېتمې کلیزې په مناسبت غونډه کې خبرې کولې وویل باید د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه لا پیاوړي او علمي شي.

یاد وزارت وايي افغانستان په حساس تاریخي حالت کې دی نو ځکه لازمي ده چې د بهرني سیاست پالېسې یې ملي ګټو ته په پام ترتیب او تعقیب شي.

ښاغلی رباني وايي د بهرنیو چارو وزارت به روان کال د بهرني سیاست څلور کلنه پالېسي ترتیب کړي او ټینګار یې دا وه چې د هېواد په بهرني سیاست کې باید له هر څه وړاندې د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

ښاغلی رباني زیاتوي:

"افغانستان په حساسو تاریخي حالاتو کې قرار لري او ضروري ده چې موږ د بهرني سیاست او اړیکو پالېسي د خپل هدف په پام کې نیولو سره چې په سیمه او نړۍ کې د ملي ګټو په پام کې نیول دي له عملي او راهبردي اړخه ترتیب او تعقیب کړو."

له دې وړاندې د افغانستان ملي شورا د واضح بهرني سیاست د نه تدوین له کبله پر حکومت او په خاصه توګه پر بهرنیو چارو وزارت جدي انتقادونه کړي دي خو هغه مهال د حکومت ځواب دا و چې افغان حکومت متوازنه بهرني سیاست تعقبوي او ژر به د همدغه سیاست اساسي اصول ملي شورا ته هم واستوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین داد فر سپنتا چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و د هېواد د ډيپلوماسۍ پر دستګاه ځینې انتقادونه وکړل.

سپنتا د مسلکي ډیپلوماتانو کموالی او په ځینو مواردو کې د ډیپلوماتانو له لوري د بې‎پریتوب د اصل په پام کې نه نیول د ډيپلوماسۍ دستګاه لویې تشې وبللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین داد فر سپنتا
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین داد فر سپنتا

​ښاغلی سپنتا وايي:

"د بهرنیو چارو وزارت مأمورین د دې خاورې اوسېدونکي او د نظر خاوندان دي خو د هغوی فکر او نظر باید له بهرنیو چارو وزارت څخه بهر وي، که هر تغییر د حکومت په مشرتابه کې راځي باید هغه د ډیپلوماسۍ دستګاه پر فعالیت او ظرفیت منفي تأثیر ونکړي."

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر په همدغې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ د انسټېټیوټ له هغه وړاندیز څخه هم هرکلی وکړ چې دغه انسټېټیوټ دې د ډیپلوماسۍ پر اکاډمۍ بدل شي.

د بهرنیو چارو وزیر وايي د هېواد د ډیپلوماسۍ د دستګا په پیاوړي کېدو به د افغانستان بهرنی سیاست پیاوړی او افغان ډیپلوماتان به د نړۍ په مهمو او سترو غونډو کې د افغانستان ښه استازیتوب وکړای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG