د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

ولسمشراوباما هیروشیما ته ځي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما به چې په جاپان کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره دې هېواد ته تللی، نن هیروشیما ته ولاړ شي.

دی به د امریکا لومړی ولسمشر وي چې په دوهمه نړیواله جګړه کې پر هیروشمیا تر اټمي حملې وروسته، دې ښار ته سفر کوي.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو پرون پنجشنبې په جاپان کې غونډه پیل کړه.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې اساسي بحثونه د نړیوال اقتصادي وضعیت پر څرنګوالي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې پرون وویل، د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو رهبران چې په جاپان کې را غونډ شوي، باید پر ټولو مسئلو ازاد او منصفانه بحث وکړي.

وانګ یې پرون په پیکنګ کې خبریالانو ته وویل، د غونډې ګډون وال باید دوه مخی سیاست ونه کړي، د ازاد بحث او د سیمه ییزو لانجو د مخنیوي لپاره باید هر یو د خپل متحد په ملاتړ له خبرو ډډه وکړي.

وانګ یې وویل، د غونډې ګډون وال باید دوه مخی سیاست ونه کړي.
وانګ یې وویل، د غونډې ګډون وال باید دوه مخی سیاست ونه کړي.

هغه د چین د جنوبي سمندرګي په اړه د سیمه ییزې لانجې په اړه په خبرو کې وویل:

"د چین د جنوبي سمندرګي په اړه زموږ د حکومت دریځ څرګند دی. په دې اړه سیمه ییزه لانجه باید له سیاسي لارې، د نړیوالو قوانینو او د اساین ټولنې او چین د موافقې پر اساس په خبرو حل شي. چین به پر خپل دریځ پاتې شي. هغه دریځ چې د نړۍ زیات هېوادونه ورباندې پوهیږي او ملاتړ یې کوي."

د اقتصادي مسایلو ترڅنګ به نن د جاپان، امریکا، بریتانیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا اوکاناډا مشران پر ځیني نورو نړیوالو مسئلو لکه په اروپا کې د مهاجرت بحران، ترورېزم، د انټرنټ امنیت او د سمندري امنیت په اړه خبرې وکړي.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ توسک په جاپان کې خبریالانو ته وویل چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران باید په اروپا کې د مهاجرت پر بحران خبرې وکړي ځکه زیات مسئولیت ورته متوجه دی.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران باید په اروپا کې د مهاجرت پر بحران خبرې وکړي.
د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران باید په اروپا کې د مهاجرت پر بحران خبرې وکړي.

ښاغلي ډونالډ ټوسک زیاته کړه:

"موږ پوهیږو چې زیات مسئولیت د جغرافیايي موقعیت له امله موږته متوجه دی او د مهاجرینو د بهران زیات فشار به پر اروپايي اتحادیې پاتې شي. خو بیا هم موږ غواړو چې نړیواله ټولنه خپل یووالی څرګند کړي او په دې وپوهیږي چې دا یو نړیوال بحران دی."

په جاپان کې پر دې غونډه انتقادونه هم شوي ځکه د یو شمېر څارونکو په باور، د جاپان صدراعظم له دې سرمشریزي په سیمه کې د خپلو محافظه کارو پالیسیو لپاره د ملاتړ غونډولو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG