ټاکل شوې د اشي هاراکارتې د زده کړې یو مرکز سبا په پروان ولایت کې فعاله شي.
د افغانستان د اشي هاراکاراتې فدراسیون رییس غلام جیلاني غروب ازادي راډیوته وویل چې د زده کړې په دغه مرکز کې به د خوست، پروان، کابل، پنجشیر،کاپيسا، لوګر او ننګرهار څخه ۴۳ روزونکي ګډون وکړي.
ښاغلي غروب زیاته کړه چې په پام کې ده چې دغه ډول د زده کړې مرکزونه به په نورو ولایتونو کې هم فعاله شي.