په امریکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب له ازادي راډيو سره په ځانګړي مرکه کې ويلي چې په امریکا کې د افغانستان د استازي په توګه يې لومړيتوب د افغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا ده.
ملالۍ بشير له ښاغلي حمدالله محب سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتنه کړې چې له امریکايي سناتور جان مککېن او نورو هغه کانګريس غړو سره يې کتلي چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاته کېدو ملاتړ کوي.
ایا د افغان سفير په توګه دی هڅې کوي چې امريکا خپل ځواکونه تر ۲۰۱۷میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پريږدي؟