د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

د سوريي په دوو ښارونو کې له ۱۵۰زیات کسان وژل شوي


راپورونه وايي، د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د حکومت تر ولکې لاندې ښارونو کې چاودنې شوي دي چې تر یوسلو پنځوسو زیات کسان یې وژلي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې د (طرطوس) او (جېبله) په ښارونو کې د دې بریدونو پړه منلې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتې ډله وايي، سل کسان په جېبله او او اته څلویښت کسان په طرطوس کې وژل شوي دي.

د دې ادارې ریس رامي عبدالرحمن وايي، د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې دا په دې دوو ښارونو کې تر ټولو مرګونې بریدونه دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې په بریدونو کې د بسونو دوه تم ځایونه، یو روغتون او ځیني نور تاسیسات په نښه شوي دي.

د بشارالاسد د رژیم مهم ملاتړی هېواد روسیه په طرطوس کې یوه نسبتاً وړه پوځي اډه لري او همدارنګه په جېبله کې یوه پوځي هوايي اډه لري چې له هغه ځایه په سوریه کې بریدونه کوي.

د بشارالاسد د رژیم مهم ملاتړی هېواد روسیه په طرطوس کې یوه نسبتاً وړه پوځي اډه لري
د بشارالاسد د رژیم مهم ملاتړی هېواد روسیه په طرطوس کې یوه نسبتاً وړه پوځي اډه لري

دا دواړه ښارونه د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارچ راهیسې په سوریه کې د پیل شوې جګړې څخه چې تقریباً دوه سوه اویا زره کسان په کې وژل شوي نسبتاً لېرې وو.

کریملین د دې بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، په سوریه کې زیاتیدونکي تاوتریخوالي دغلته د خبرو اترو د دوام اړتیا زیاته کړې ده.

هغه اوربند چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب رامنځ ته شوی تر ډیر نه عملي کیږي.

د روسیې یو لوړ پوړي پوځي چارواکي ډګرجنرال سرګي کورالینکو د دوشنبې په ورځ خبریالانوته وویل چې د سوریې د حکومت ځواکونه دې اوربند ته درناوی کوي او د دې توافق څخه په سرغړاوي د حکومتي ځواکونو تورنول بې بنسټه دي.

نوموړې د بشارالاسد د رژیم د مخالفانوهغه اعلامیه چې د یکشنبې په ورځ یې خپره کړه، د سوریې د حکومتي ځواکونو د ملامته کولو یوه هڅه بللې ده.

د بشارالاسد د رژیم د درې مخالفو ډلو ایتلاف د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل:

حکومتي ځواکونو ته اته څلوېښت ساعته وخت ورکوي چې په دمشق کې د مخالفو وسلوالو تر ولکې لاندې سیمو کې چې حکومتي ځواکونو محاصره کړي بریدونه پای ته ورسوي.

دې ایتلاف ګواښ کړی که د سوریې حکومت دغلته بریدونه ونه دروي دوی به د اوربند هغه توافق چې د فبرورۍ په میاشت کې شوی لغوه اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG