د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۶

له القاعده سره مشکوک ارتباط لرونکى له ګوانتنامو خوشې کېږي


ډېلي مېل:

بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: يو افغان چې ګومان کېده له القاعده سره اړيکې لري، په نژدې راتلونکي کې له ګوانتنامو زندانه خوشې کېږي.

د مطلب په پيل کې راغلي، عبيدالله په ٢٠٠٢م کال د خپلې کورنۍ له دوو غړو او ٢٣ ځمکنيو ماينونو سره يوځاى په خوست کې نيول شوى و. له دوى سره د ماينونو د کارونې مفصل لارښود هم نيول شوى و.

په مطلب کې لولو، عبيدالله له محاکمې پرته ١٤ کاله په بند کې تېر کړي دي.

ډېلي مېل زياتوي، عبيدالله پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي د کورنۍ يوه غړي يې چې کمونستانو ته يې کار کاوه د دوى په کور کې دغه ماينونه پټ کړي وو او دا ماينونه د ده نه وو.

د ورځپانې په حواله عبيدالله ويلي، دى له القاعده شبکې سره کوم ارتباط نه لري او د څه مودې لپاره په زوره د طالبانو ليکو ته وروستل شوى و، طالبانو دى د منفجره وسيلو د کارونې روزنيز کورس ته هم لېږلى و، چې تر دوه ورځنۍ روزنې وروسته وتښتېد.

اوس نو استيناف محکمو ويلي نه شي کولاى عبيدالله د هغه عمل په خاطر چې تر ٢٠٠٦م کال مخکې ترسره شوى، دى په ګوانتنامو کې په جنګي جنايت تورن کړي.

عبيدالله په ٢٠٠٨م کال په يوه پوځي محکمه کې تورن شو، چې د القاعده شبکې د بمي حملو له يوې هستې سره اړيکې لري، خو د عبيدالله مدافع وکيل دغه ادعاوې رد کړي دي.

ډېلي مېل ورځپاڼه زياتوي، عبيدالله ١٩ کلن و چې د امريکايي پوځيانو په يوه چاپه کې ونيول شو، له هغه کال راهيسې له محاکمې پرته د بند شپې سبا کوي.

سټارس اينډ سټرايپس:

امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په خپله تازه ګڼه کې د امريکايي جمهوريت غوښتونکي سناتور جان مکين پر هغو څرګندونو ليکنه خپره کړې چې افغانانو او عراقيانو ته يې د امريکا له خوا د ويزې ورکولو پروګرام د شرم وړ بللى دى.

د ورځپاڼې په مطلب کې راغلي، هغو افغانانو او عراقيانو ته چې له امريکايي ځواکونو سره يې کار کړى، د ويزو ورکولو پروګرام اوس د امريکا له عمومي دفاعي بودجې څخه ايستل شوى دى.

د امريکا کانګرس په ٢٠٠٦م کال د هغو افغانانو لپاره چې له امريکايي ځواکونو سره يې همکاري کړې، د کډوالۍ خاص پروګرام ترتيب کړ، خو د امريکا د سږکال په بودجه کې د افغان ترجمانانو لپاره د ويزې د زياتولو پروګرام ته ځاى نه دى ورکړل شوى.

ورځپاڼه زياتوي، د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کمېټې رئيس جان مکين په دې باور دى، چې ټول متخصصان د افغانستان او عراق اوضاع درک کوي او د هغو کسانو په ستونزه پوهېږي چې له امريکا سره يې همکاري کړې ده، ده ويلي دا به امريکايانو ته د وجداني اصولو خلاف کار وي، که دغه افغانان ونه مني.

د سټارس اينډ سټرايپس په مطلب کې راغلي د ٢٠١٦م کال د اپرېل مياشتې د راپور له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د نژدې لس زره افغانانو درخواستونه يا ځنډولي، يا ورباندې غور کوي.

XS
SM
MD
LG