د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

ناروې له افغانستان سره ۲۰ میلیونه ډالره مرسته کوي


د ناروې حکومت په پام کې لري روان میلادي کال له افغانستان سره په بشري برخو کې ۲۰ میلیونه امریکایې ډالر مرسته وکړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بورګ برنډ د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا مهال ۸ میلیونه افغانان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ناروې په روان ۲۰۱۶ میلاد کال کې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوه برابره زیاتوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بورګ برنډ چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی و، خبریالانو ته وویل چې حکومت یې دا پریکړه د افغانستان نازکو حالاتو ته په کتو کړې ده.

هغه زیاته کړه:

"تاسو ګڼ مشکلات لرۍ له روغتیايي ستونزو نیولې تر تعلمي ستونزو پورې افغان ځوانانو ته د کاري فرصتونو نه موجودیت هم یوه ستونزه ده نو دلته ډېر اړتیا شته ځکه چې لاهم افغانستان د حالاتو له پلوه نازک هېواد دی."

ښاغلي برنډ وویل له افغانستان سره د مرستې دغه شل میلیونه ډالر به د تعلیم، پاکو او اوبو او خوړو، صحي برخو او د کډوالو او بې ځایو شویو په چارو و لګول شي.

نوموړي په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو په اړه وویل چې هره ورځ په دغه هېواد کې زر کسان د خپلو کورونو پرېښولو ته اړ کېږي.

دی همدا راز وایي چې یوازې روان کال ۵ د بشري مرستو کارکونکي په افغانستان کې وژل شوي او څه باندي اتیا تنه تښتول شوي دي چې په وینا یې دا اړو کسانو ته د مرستو پر رسولو تاثیر کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې بشري مرستو ته د خلکو د لاس رسي مخنیوی و نه کړي.

بورګ برانډ همدارنګه د افغانستان په حکومت کې د فساد یادونه کوي خو په وینا یې دا باید د نړیوالو مرستو د بندیدو په معنی نه وي:

"موږه یوازې په هغه هېوادونو کې ښکېلېدای نه شو چې له هره پلوه پوره دي په دغو هېوادونو کې هم مشکلات موجود دي ځکه هغه ټولنه چې ډېره بې وزله وي او بیا یو څه د رفا په لورې ګام اخلي نو د فساد کچه پکې را ټیټیږي، دا یوه ستونزه ده."

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وایې افغانستان هغه هېواد دی چې د ناروې زیاته اندازه بشري مرستې تر لاسه کوي.

ناروې همدا رانګه یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره یې د ستراتیژيکو همکاریو موافقت نامه لاسلیک کړې ده.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG