د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

د جمعیت او جنبش قوماندانانو د نښتې په اړه یو هیئت څېړنه کوي


په فاریاب کې د ملي اردو چارواکي وايي، په المار ولسوالۍ کې د دوی په مداخلې د دوو سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ جګړه اوس پای ته رسېدلې، خو که ولایتي چارواکي او مرکزي حکومت په دې اړه جدي اقدمات ونه کړي، د جګړې د بیا نښتو امکان شته.

د المار ولسوالۍ په چغتک کلي کې درې ورځې وړاندې د ملي جنبش او اسلامي جمعیت د پلوي قوماندانانو ترمنځ نښتې پیل شوې چې لږ تر لږه لس کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو د لومړی لېوا چې په فاریاب کې ځای پر ځای ده ویاند، جګړن محمد رضا رضايي ازادي راډیو ته وویل، په المار ولسوالۍ کې د جنبش ملي او د جمعیت اسلامي د وسله والو ترمنځ نښته د ملي اردو د سرتېرو په منځکړیتوب دم ګړۍ پای ته رسېدلې ده، خو دواړه لورې په دولتي وسلو سمبال دي او د بیا نښتو امکان یې شته.

هغه زیاته کړه:

"د وسله والې جګړې د بیا پیلېدو احتمال شته، کېدای شي وروسته له دې چې دواړه خواوې خپل مړې ښخ او ټپیان پر ځای کړي بېرته سره ونښلي، که څه هم ملي اردو بې طرفه ده او هڅه کوي چې د بیا جګړې مخه ونیسي، خو تاسو پوهیږئ چې دا خلک په وسلو سمبال دي او په مهمو ګوندونو پورې تړلي چې په مرکزي حکومت کې دي."

جګړن محمد رضا رضايي وايي، دواړو خواوو په جګړه کې له دولتي وسلو او امکاناتو څخه کار اخیستی دی.

ښاغلي رضايي ازادي راډیو ته وویل جګړه لومړۍ په دې سیمه کې د جمعیت پر دولت پلوي قوماندان جنرال فاروق قاطع د طالبانو له بریده پیل شوې وه، کله چې طالبان په شا شول، جګړې ګوندې بڼه خپله کړه او د جنبش یو شمېر ځايي وسله وال د جنرال قاطع د وسله والو سره په جګړه کې ښکېل شول.

د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قل اردو د لومړی لېوا ویاند جګړن رضايي په ویناپه نښته کې د دوو ولسي کسانو په ګډون د دواړو خواوو څخه لس کسان وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي.

په ځینو راپورونو کې په جګړه کې د تلفاتو شمېر تر دې زیات ښودل شوي دی.

د پژواک خبري اژانس د سیمې د یو شمېر چارواکو په حواله ویلي چې په دې دوه ورځنۍ جګړه کې د جمعیت پلوي قوماندان جنرال قاطع د ورور په شمول د دې ډلې دوه کسان، د جنبش له لورې اووه کسان او درې تنه سرحدي پولیس وژل شوي، همدارنګه اتلس تنه نور ټپیان شوې دي.

د فاریاب د عامې روغتیا رئیس پژواک خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته په وروړل شویو ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نور د ملي جنبش پر مشرانو سخت انتقاد کړی
نور د ملي جنبش پر مشرانو سخت انتقاد کړی

د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور چې د جمعیت د ګوند د اجرايي شورا مشر هم ی، بیا په خپلې فیسبوک پاڼې کې د ملي جنبش پر مشرانو سخت انتقاد کړی او په المار ولسوالۍ کې یې په دې ګوند پورې تړلي وسله وال د اسلامي جمیعت د ځايي قوماندان ښاغلي قاطع تر واک لاندې سیمو باندې په بریدونو تورن کړي دي.

ښاغلي نور له مرکزي حکومت څخه د دې برید د عاملانو د محاکمې او د جنبش د ځايي قوماندانانو د ده په وینا د خپلسریو د مخنیوي غوښتنه کړې.

د فاریاب والي سید انور سادات چې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند د سیاسي کمېټې غړی دی، د عطامحمد نور تورونه رد کړي او د پژواک خبري اژانس ته یې ویلي دوی په فاریاب کې د اسلامي جمعیت له قوماندانانو سره ډېرې ښې اړیکې لري.

د فاریاب والي سید انور سادات
د فاریاب والي سید انور سادات

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بېدار ازادي راډیو ته د المار د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات ورنه کړل خو ویې ویل چې سیمې ته یې یو هییت استولی څو د پېښې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او ولایتي ادارې ته راپور وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه:

"هلته د سیمه ییزو قوماندانانو ترمنځ نښته شوې ده، هییت مو ور استولی، دواړه خواوې "په اسلامي جمعیت او ملي جنبش" پورې تړاو لري، کله چې هییت له سیمې راستون شي او د پېښې په اړه د څېړنې نتایج له موږ سره شریک کړي نو تاسو به هم پرې خبر کړو، دم ګړۍ هییت په سیمه کې دی او موږ ته ډیر جزییات نه دي څرګند."

د فاریاب ولایت کې تر دې مخکې هم وخت په وخت د جمعیت او جنبش د ګوندونو د پلوي قوماندانانو ترمنځ نښتې شوې دي خو په دې وروستیو کې دا دواړو لورو ترمنځ چې خپلو کې د دښمنۍ اوږده ماضي لري یوه له خونړیو جګړو څخه ده.

XS
SM
MD
LG