د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

مظاهره کوونکي: د وارداتي برېښنا مزې دې له بامیان څخه تېر شي


په بلخ ولایت کې سلګونو کسانو چې ګن شمېر یې د پوهنتونونو محصلین و د بامیان څخه د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د انتقال په منظور لاریون ترسره کړ.

دوی د یوه لاریون په ترڅ کې له مرکزي ولایت بامیان څخه د توتاپ پروژې د برېښنا د مزو د انتقال غوښتنه وکړه.

معترضانو د یکشنبې په ورځ حکومت د خلکو د حقونو د یو ډول تامینولو، په وړاندې پر بې پامۍ تورن کړ.

احتجاج کوونکو د مختلفو شعارونو په ویلو سره له سالنګ څخه بامیان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د مسیر د بدلولو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو له حکومت څخه وغوښتل ترڅو د سالنګ له لارې د توتاپ پروژې پر انتقال بیا کتنه تر سره شي.

یوه احتجاج کوونکي وویل چې مرکزي دولت د خپلو اتباعو په وړاندې له تعصب کار اخلي:

"تاسو ټول خبر یاست چې له بامیان او میدان وردګ څخه د توتاپ یا د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د انتقال د مسیر بدلون هغه څه دي چې د خلکو په وړاندې د دولت تعبیض په ډاګه کوي."

مظاهره چیان چې شمېر یې سلګونو کسانو ته رسېده، وویل که دولت یې غوښتنو ته پام ونه کړي تر دې پراخ لاریون به ترسره کړي.

متعرضانو چې ګن شمېر په کې محصلین و، د مزارشریف له ختیځ لوري"کامګار څلور لاري" څخه تر بلخ ولایتي شورا پورې په لاریون لاس پورې کړ.

احتجاج کوونکو پردې تاکید وکړ چې حکومت دې د خلکو په وړاندې تعبیض ته د پای ټکی کېږدي او په مختلفو ولایتونو کې دې مستحق کسانو ته عام المنفعه پروژې تطبیق کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې دمخه هم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د بامیان له لارې د ترکمنستان د برق د پروژې د انتقال په اړه دې ته ورته لاریونونه ترسره شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG