د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

هاشمي: حکومت د اداري فساد دوسیو څېړلو ته جدي اراده لري


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د دغه هېواد حکومت د اداري فساد د دوسیو د څېړلو لپاره جدي اراده لري.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال د شنبې په ورځ د اداري فساد په وړاندې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو په ژمنو ټینګار وکړ ویې ویل چې، په ځینو حالاتو کې د ځینو دوسیو څېړل د پېچلو حقوقي اړخونو له امله وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د دغه هېواد ولسمشر د ملي وحدت د حکومت تر جوړېدو را په دېخوا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې رېښتینی عمل کړی دی.

د افغان ولسمشر ویاند سید ظفر هاشمي د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې او د فساد کوونکو د سزا ورکونې په برخه کې دېر پرمختګ شوی دی.

ظفر هاشمي
ظفر هاشمي

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې د ننه د اداري فساد د لویو دوسیو څېړل لکه څنګه چې ولسمشر ژمنه کړې وه همغسې دوام لري خو ځیني دوسیې پېچلي حقوقي اړخونه لري چې وخت ورته پکار دی، خو په دې برخه که هغه وړې دوسیې دي او که لویې سیاسي لېوالتیا، د دولت ژمنتیا او د ولسمشر تعهد موجود دی او دا ژمنې به عملي کېږي."

دغه څرګندونې ورسته تر هغې کېږی چې افغان ولسمشر په لندن کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په نړیواله ناسته کې ژمنه وکړه چې هېواد ته په ستنېدنې سره به بیاځلي د اداري فساد د دوسیوو د څېړلو او دغه شان د بډې اخیستنې یا رشوت د مخنیوي په برخه کې اقدام کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه د برېتانیا صدراعظم دیوید کامرون د یاد هېواد له ملکې سره په غیر رسمي خبرو کې ویلي و چې د افغانستان او نایجریا په ګډون د فاسدو هېوادونو مشران به د پنجشنبې په ورځ په لندن کې د فساد په وړاندې د مبارزې په ناسته کې ګډون وکړي.

تر دې دمخه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر هم په دغه هېواد کې د اداري فساد شتون د اندېښنې وړ او د نړیوال ټولنې د مرستو په وړاندې ګواښ ګڼلې و.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت د حکومت له پیل نه د پخواني حکومت د چارواکو د اختلاس او له وظیفوي امکاناتو نه د ناسمې ګتې اخیستنې دوسیې د څارنوالې له خوا محکمې ته لېږل شوي خو برخلیک یې معلوم نه دی.

له ډې ټولو سره – سره د سیاسي چارو ځني کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې مبارزه روغې رهبرۍ او یوالې ته اړتیا لري.

له دغو کارپوهان څخه ودیر صافي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

د اداري فساد په وړاندې مبارزه روغې رهبرۍ او یوالې ته اړتیا لري.
د اداري فساد په وړاندې مبارزه روغې رهبرۍ او یوالې ته اړتیا لري.

"د لندن کنفرانس ته چې دا اوس اشرف غني ورغلی و هلته د ټولو غړو هېوادونو او دولتنو استازو ورنه تهعد واخیست چې فساد به په خپل وطن کې ورکوي که نه نو نړیواله ټوله به د سپین چک په ډول نور ورسره مرسته نه کوي، نو باید مقررۍ او اطلاحات باید ضوابط له مخې وشي نه د روابطو له مخې تر ځو که فساد په افغانستان کې ورکواتی نشو نو حد اقل ته یې ورسوو."

ښاغلی صافی وايي چې پر هغو کسانو کوم چې په اداري فساد ککړ دي د قانون نه پلي کېدل د دې لامل ګرځېدلې چې دغه پدیده نوره هم پراخه شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د فساد د لمنځه وړلو په هدف عام خلک هم باید د حکومت تر خوا ودرېږي او اجازه ورنه کړی چې دغه کلتور تر دې زیات د دغه هېواد د بدنامۍ لامل شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG