د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

ذکريا: د۴اړخېزې کمېټې ۵مه غونډه ښايي په روانه مياشت کې وشي


د پاکستان د خارجه چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سولې او افغان طالبان د خبرو مېز ته د راوستلو په لړ کې ښايي د څلورو هېوادونو د څلور اړخيزې کمېټې پېنځمه غونډه په روانه مياشت کې وشي.

دا څرګندونې د پاکستان د خارجه چارو د وزارت وياند نفيس ذکريا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې خبريالانو ته کړي.

که څه هم ښاغلي ذکريا د څلور اړخېزې کمېټې د پېنځمې غونډې د جوړېدو په اړه هيله مندي ښودلې، خو نوموړي دا نه دي ويلي چې ايا دا غونډه د روانې مياشت په کومه نېټه جوړه شي؟

نفيس ذکريا د څلور اړخېزې کمېټې د راتلونکي غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي:

"پروګرام لرو او کوښښ کوو چې ښايي په مۍ مياشت کې د څلور اړخيزې کارډېنشن کمېټې پېنځمه غونډه جوړه شي، که څه هم د دغې غونډۍ نېټه نه ده ټاکل شوې، خو همدا مياشت مو په ذهن کې ده. په ورته وخت کې به افغان طالبان د خبرو مېز ته د راوستلو کوښښونه هم جاري وي."

د تېرکال په وروستيو کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه په جوړ شوي "ايشيا زړه" کنفرانس کې د افغانستان د سولې بهير د مرستې لپاره د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان د استازيو يوه څلور اړخيزه کمېټه جوړه شوه.

که څه هم دغې کمېټې تر دې دمه څلور غونډې کړي، خو تر دې دمه يې لا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لار نه ده هواره کړې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند يو ځل ويلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو پيلولو لپاره به هڅې روانې وي، دا يې د څلور اړخيزې کومېټې د هېوادونو ګډ مسووليت بللى او ټينګار يې کړى چې:

"د مذاکراتو مېز ته راتلل د ټولو وسله والو ډلو په ګټه دي او له دې لارې هغه څۀ ترلاسه کولاى شي، چې له بلې لار يې نه شي ترلاسه کولاى."

نوموړي همداشان وسله والې ډلې د مذکراتو مېز ته راوستل ګران کار بللى او په دې لړ کې يې د حوصلې او زغم يادونه هم کړې ده.

د څلور اړخيزې کمېټې د بلې غونډې خبرې په داسې وخت کې کېږي، چې په دې وروستيو کې په کابل کې د طالبانو تر خونړي بريد وروسته د کابل او اسلام اړيکي يو ځل بيا ترخې شوي.

افغان چارواکيو تر دغه بريد وروسته پر پاکستان نيوکې وکړې او ترې ويې غوښتل چې د خپلې وعدې له مخې دې د هغو وسله والو پر خلاف ګامونه پورته کړي چې د دوى په وينا د پاکستان خاوره د افغان حکومت پر خلاف کاروي.

د خارجه چارو د وزارت وياند همداراز د پاکستان له خوا د تورخم دروازې د تړلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي:

پاکستان پر ګډه پوله د غېر قانوني تګ راتګ او له دې سره تړلو نورو ستونزو د مخنيوي لپاره اقدامات اود پولې د تنظيمولو پرېکړه کړې ، چې په خبره يې،" دا اقدامات د دواړه هېوادونو په ګټه دي. "

د يادونې وړ ده چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تورخم دروازه تړل شوې ، چې له امله يې په دواړو غاړو کې ګڼ شمېر مسافر چې ډېرى يې ناروغان دي، ايسار پاتې دي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG