د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

ګلوبل ټایمز:د ملکې وینا به د بریتانیا او چین اړیکې زیانمن نه کړي


د چین یوې مشهورې ورځپاڼې د بریتانیا د ملکې پر هغه وینا چې چینايي چارواکي یې سپین سترګي بللي و، په غبرګون کې لیکلي چې د چین او بریتانیا اړیکې به زیانمن نه شي، خو په ځوابي لفظي حمله کې یې پړه پر هغو لویدیځو رسنیو اچولې ده چې له دې وینا څخه یې یوه سیاسي لانجه جوړه کړې.

بیجینګ د ملکې د وینا په اړه ډيرجدي غبرګون نه دی ښودلی خو د حاکم کمونیست ګوند دې مهمې ورځپاڼې نوموړې ته سپارښتنه کړې چې په خپلو خصوصي مجلسونو کې له چین سره د خپل هېواد دوه اړخېزو اړیکو ته د اهمیت په سترګه وګوري او له دې ډول ویناوو څخه دې ډډه وکړي.

ملکه د بریتانیا د اساسي قانون له مخې د حساسو ډيپلوماتیکو سیاسي مسایلو په اړه د ښکاره تبصرې حق نه لري خو دا چې د ملکې خصوصي خبرې دې مطبوعاتو ته راووځي هم ساری نه لري.

نوي کلنې ملکې الیزابت په هغه ویډیویي تصاویرو کې چې بي بي سي د سې شنبې په ورځ خپاره کړل یو جګپوړي مقام ته چې بریتانیا ته په اکتوبر میاشت کې د چین د ولسمشر ژي جین پینګ د رسمي سفر لپاره د امنیتي تیاریو مسوول دی وايي چې چینايي چارواکي د بریتانیا له سفیر سره په خورا سپین سترګۍ چلند کړی دی.

د چین ګلوبل ټایمز ورځپاڼې په یوه تبصره کې لیکلي چې د ملکې وینا به د بریتانیا او چین اړیکې زیانمن نه کړي خو ورځپاڼې د لویدیځ پر رسنیو د دې وینا د خپرولو له کبله سخت انتقاد کړی.

ګلوبل ټایمز چې د چین د کمونېست ګوند د خپرنیز ارګان یوه څانګه ده لیکي:

ښکاري چې د لویدیځ په رسنیو کې توهینوونکي او پرځان مین مسوولان غواړي چې د بربرانو ناوړه لاره تعقیب کړي.

خو دا چینایي ورځپاڼه زیاتوي، د چین لوری په دې باور دی چې د ختیځ له پنځه زره کلن تاریخ سره دوامداره اړیکې به د دوی له پرمختګ سره هم مرسته وکړي.

د بریتانیا حکومت ویلي چې له لرغوني زرین تاریخ سره د اړیکو د پاللو په ترڅ کې به له چین سره خپل تجارتي اړیکې پراخ کړي خو د بشري حقونو ډلې د بریتانیا حکومت تورنوي چې د بیجینګ له خوا د بشري حقونو پر سرغړونو یې غوږونه کاڼه اچولي دي.

د بریتانیا ملکه د خپل سلطنت د ۶۴ کلونو په ترڅ کې د خپلو نظرېو په اړه له خورا زیات احتیاطه کار اخیستی خو د شاهي کورنۍ ګڼ شمېر غړو له دې مخکې د چین په اړه په وار-وار له ډيپلوماتیک عرف څخه وتلې تبصرې کړي.

د نوموړې خاوند شهزاده فلیپ په اتیایمه لسیزه کې په چین کې زده کوونکو ته خبرداری ورکړی و چې که ډير وخت په برتانیا کې پاتې شي سترګې به یې ارتې شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ملکې وینا کم اهمیته بللې او ویلي یې دي، دواړه هېوادونه دا مني چې بریتانیا ته د ولسمشر ژي سفر به یوه لویه بریا وي خو ګلوبل ټایمز ورځپاڼې لیکلي:

په داسې حال کې چې د چین او بریتانیا ترمنځ دوه اړخیز اړیکې عادي شوي او د ښیګڼې په حال کې دي، دا ډیره ښه خبره نه ده چې ملکه په خپلو خصوصي مجلسونو کې داسې بې خونده تبصرې کوي.

XS
SM
MD
LG