د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

افغان حکومت دي د سینما فرهنګ ته وده ورکړي


افغان حکومت دې په هېواد کې د سینما د فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره، د ځوانو فلم جوړوونکو ملاتړ وکړي.

د "پنجره يي رو به صلح" د فلمونو د یو فسټیوال ګډونوالو وویل، سینما کولای شي چې د ټولنې په سمون کې عمده برخه واخلي.

دا فسټیوال چې د افغانستان د مستندو فلمونو د کور په نوښت جوړ شوی د چهارشنبې په ورځ یې شل داستاني او مستند فلمونه نندارې ته چمتو کړل.

د "پنجره يي رو به صلح" د هنري فلمونو په اوم پړاو کې له شلو مستندو او داستاني فلمونه څخه دوه نندارې ته وړاندې شول.

د دې فلمونو د لیدو لپاره ګڼ مینه وال د چهارشبنې په ورځ د کابل پوهنتون د معلوماتو د سرچینو په مرکز کې راټول شوي وو.

په دغو فلمونو کې یو د شریف سعیدي له خوا جوړ شوی"رپ زېر پوست افغانستان" او د پیمان ارینفر له خوا جوړ شوی د "من وخودم" په نومونو جوړ شوي مستند فلمونه ننداره شول.

په لومړي مستند فلم کې هڅه شوې چې د رپر د یوې ځوانې ډلې ستونزې بیان کړي او د دویم مستند فلم کارګردان هڅه کړې چې یو نوی بلوغ ته رسیدلی ځوان چې د استمنا یا خود ارضايي په ستونزې اخته شوی، تصویر کړي.

د "من وخودم" د مستند فلم کارګردان پیمان اریانفر ازادي راډیو ته وویل، په افغاني ټولنه کې اکثره کورنۍ د جنسي زورونو په اړه له نوېو بالغو شوېو سره، خبرې نه کوي:

"زما فلم د هغو ځوانانو د ستونزو په اړه دی چې نوي بلوغ ته رسیږي او کومې ستونزې چې د جنسي نارسایئ له پلوه، له کورنۍ او ټولنې سره لري بیان کړي، هیله ده په دې فلم کې مې ټولنې ته لږڅه معلومات وړاندې کړي وي."

دا فسټیوال د افغانستان د مستندو فلمونو د کور له خوا پیل شوی چې تراوسه یې له شلو داستاني او مستندو فلمونو له جملې څخه ۱۶ نندارې ته وړاندې کړي دي.

د فسټیوال ګډونوال په هېواد کې د سینما پر ودې او پرمختګ ټینګار کوي او له حکومته غواړي چې له ځوانو فلم جوړوونکو سره مرسته وکړي.

سید فرهاد هاشمي په دې اړه ازادي راډیوته وویل:

"دغو مستندو فلمونو د تخنیک او محتوا له پلوه د نندارچیانو احساسات راوپارول. د هېواد په اوسنیو شرایطو کې ځوانان اکثره د ګاونډیو تقلیدي فلمونه ګوري. دا فلمونه که له هغو سره پرتله کړو. یوه لویه لاسته راوړنه ده."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پخوا تردې د افغان فلم ریاست مسوولینو ویلي چې د فلم جوړوونکو غیرمسلکي توب او د فلمونو ډګرته د غیرحرفه یي کسانو ور دانګل، د دې لامل شوي چې په هېواد کې د فلم جوړولو صنعت، له ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د دې فسټيوال ګډوالو له حکومته هیله وکړه چې د خلکو د رضایت د حاصلو لپاره دې په هېواد کې د روزنیزو پروګرامونو له لارې، ځوان فلم جوړوونکي نوښت ته وهڅوي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG