د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

په افغانستان کې د دودیزو بازارونو تاریخ تر چا رسي؟


په افغانستان او د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې له ډېره پخوا راهیسې ځانګړي دودیز بازارونه موجود دي، دا بازارونه په یوې ځانګړې ورځې جوړیږي، چې له ډېرو لېرو سیمو څخه ورته خلک راځي.

په اکثرو سیمو کې دا دودیز بازارونه د میلو په نوم هم یادیږي، خو د دایرېدلو یوازینی لامل یې په لیریو پرتو سیمو کې د بازارونو نه شتون دی.

د دا ډول دودیزو بازارونو تاریخ تر چا رسي؟

لیکوال او ژورنالېست سلیمان خپلواک یې په اړه وايي چې د دودیزو بازارونو تاریخ ان تر یونانه رسي.

نوموړی د دا ډول میلو او دودیزو بازارونو موجودیت په اړه وايي چې دا میلې نه یوازې به افغانستان کې موجودې دي، بلکې د سیمې په هېوادونو کې یې هم بېلګې شته.

د نوموړي په خبره چې د افغانستان د مشرقي ولایاتو تر څنګ پو شمېر نورو ولایاتو کې هم ورته میلې جوړیږي، خو په نورو ولایاتو کې یې تصویر کم رنګه شوی او مشرقي ولایاتو دا دودیز بازارونه ساتلي دي.

لیکوال او څېړونکی عزیز اتل چې د دودیزو میلو پر ارزښت او جوړښت یې څېړنه کړې.

د نوموړي په خبره چې دا بازارونه کوم ځانګړي دوکانونه نه لري، بلکې دا بازار یوازې یوه دښته وي او کله چې د بازار ورځ وي په هماغه ورځ هر کس په خپل ځانګړي ځای کې چوپان یا جومپړه وهي.

د ننګرهار اوسیدونکی محمد واصل وصال بیا له یوې بلې زاویې د دودیزو میلو ارزښت بیانوي.

د وصال په خبره چې دودیزو بازارونو ته هره اوونۍ د کورنۍ مشران خپل ماشومان د چکر لپاره بیايي او په میله کې ورته بېلابېل څیزونه اخلي.

خوشحال زیاتوي چې دی کله هم کلي ته لاړ شي، نو حتمي یو ځل دودیز بازار ته ورځي، دا ځکه چې د خپل ماشومتوب یادونه تازه کوي.

د هلمند اوسیدونکې شګوفه اسحاقزۍ بیا وايي چې په کوچنیوالي کې له خپل پلار سره ډېره زیاته دودیز بازار ته تللې چې ځانګړی خوند یې ترې اخیستی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG