د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

حبیبي: په خوست کې د اوبو د کانالونو اړتیا ډېره ده


د خوست ولایت چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د للمي او وچو ځمکو د ابادولو لپاره د اوبو د کانالونو، ویالو او سربندونو اړتیا تر ټولو ډېره ده.

د چارشنبې پر ورځ خوست والي حکم حان حبیبي د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په علیوات کې د سربند او استنادي دیوال د جوړولو د پروژې د کار د پیل په مراسمو کې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په یاد ولایت کې د سربندونو، ویالو او استنادي دیوالونو اړتیا په کراتو له اړوندو ادارو او نړیوالو موسسو سره شریکه کړې، خو د دوی له خوا پلي شوې پروژې په دې ولایت کې ډېرې لږې دي.

خوست والي د علیوات کلي د سربند او استنادي دیوال د پروژې په تړاو وویل چې د دې پروژې په بشپړولو سره به درې نیم زره کورنۍ له دې ګټه پورته کړي، خواوشا لس زره جریبه ځمکه به اوبیزه وګرځي او د اوبو په مسیر کې به درې نور کانالونه هم ورڅخه پورته شي.

خوست والي وايي، د دې پروژې په بشپړولو سره به درې نیم زره کورنۍ له دې ګټه پورته کړي.
خوست والي وايي، د دې پروژې په بشپړولو سره به درې نیم زره کورنۍ له دې ګټه پورته کړي.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

"دغه پروژه چې د ۲۲ عشاریه ۹ میلیونه افغانیو په لګښت به تکمیلیږي قرارداد يې شوی، د دې پروژې په تکمیل سره به درې نیم زره کورنۍ لدې نه ګټه واخلي، ۹۷۵۰ جریبه ځمکه به د دې پروژې په تکمیل سره خړوبیږي، لدې نه به درې کانالونه په مختلفو مسیرونو کې پورته کیږي."

د خوست والي وړاندې وايي چې یاد ولايت کې طبیعي اقلیم د کرنيزو محصولاتو لپاره مساعد دی، خو له بده مرغه چې ډیری ځمکې يې وچې او للمې دي.

نوموړي د مرکزي حکومت له چارواکو وغوښتل چې د اوبیزو بندونو په جوړولو کې یاد ولایت ته ځانګړې پاملرونه وکړي:

"په خوست کې د ابیاری او کانالونو ستونزه حاده مساله ده، په تاسف سره ووایم چې زموږ کثره ځمکې وچې او للمي دي، په اول ګام کې ولایتي اداره ژمنه ده چې د سربندونو او کانالونو په جوړولو کې به خپلې هلې ځلې کوي، په عین حال کې د مرکزي حکومت له مشرتابه نه مې هیله دا ده چې د خوست لپاره د بندونو په عمار کې ځانګړي او خاصه توجه ولري."

په خوست کې د ابیاری او کانالونو ستونزه حاده مساله ده
په خوست کې د ابیاری او کانالونو ستونزه حاده مساله ده

د سيمې اوسيدونکي او بزګران وايي، تراوسه يې ځمکې د سيلابونو د وړلو له ګواښ سره مخ وې او ځمکو يې همیشنۍ اوبه نه درلودې، خو د دې پروژې په بشپړیدنې سره به ځمکې اوبیزې شي او د دوی د حاصلاتو په پیداوار کې به ډیروالی راشي.

یو تن بزګر جهان شاه وايي، پدې اړه يې پخوا ډیرې غوښتنې کړي، خو اوس يې غوښتنو ته توجه شوه:

"موږ د دې سربندونو د جوړولو لپاره ډېرې منډې ترړې وکړې، خو لیکن کامیاب نشو، په یوه او بله پلمه دا کار ځنډیده، که موږ اباد وو، نو دولت به اباد وي که موږ خوار وو، نو دولت به هم خفه او خوابدی وي."

په خوست کې د کروندګرو د نورو ډیرو ستونزو تر څنګ يو اساسي شکايت دا دى چې ډيرې ځمکې يې للمې دي او حکومت يې د اوبه خور لپاره ورته د استنادي ديوالونو، سربندونو او ويالو د جوړولو په برخه کې لازم کار نه دى کړى.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG